د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د بهرنو چارو وزیر جواد ظریف استعفی وکړه


د ایران د بهرنو چارو وزیر جواد ظریف په خپل انسټگرام په یو پیغام کې لیکلي دي چې هغه د خپلې دندې نه استفی کوي.

د ایران د بهرنو چارو د وزارت د ویاند مرستیال سید عباس موسوي د ایران دولتي اژانس ارنا ته د ښاغلي ظریف استعفی تائید کړیده.

ښاغلي ظریف په خپل انسټگرام کې لیکلي دي چې په تیرو ٦٧ میاشتو کې د ایران د زړه ور ولس او درنو مسولینو نه مننه کوي چې هغه یې زغملی دی.

هغه لیکي چې په خپلو کارونو کې د تیروتنو له کبله او دا چې خپل خدمت ته دوام نه شي ورکولی بخښنه غواړي.

خو د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د خپل لوړپوړي دپلومات جواد ظریف ملاتړ کړی او د هغه د استعفا له منلو نه یې ډډه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف د استعفا په اړه د هغه یو نژدې متحد د نوم د نه څرگندولو په شرط د رویترز اژانس ته ویلي چې ښاغلي ظریف د ایران د اټومي موافقې پر سر د سخت دریځو د فشار په نتیجه کې استفا کړې ده.

دغه شخص ویلي چې "هره ورځ د بندو دروازو تر شا خبرې روانې وې او پدې خبرو کې لوړپوړو چارواکو هغه (ظریف) د (اټومي) موافقې په اړوند او دا چې څه به پیښ شي، تر بمبارد لاندې نیولی و."

د ایران د رژیم د لویدیځې نړۍ ضد ډلې وروسته له هغې چې امریکا د ایران او لویدیځې نړۍ ترمنځ له تړون نه ووتله پر جمهور رئیس حسن روحاني او د بهرنیو چارو په وزیر جواد شریف باندې سختې نیوکې پیل کړې.

XS
SM
MD
LG