د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د بروګسل کنفرانس ته خپل لومړیتوبونه ټاکي


د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ غونډه د بروکسل د غونډې د چمتوالي لپاره جوړه شوې وه
د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ غونډه د بروکسل د غونډې د چمتوالي لپاره جوړه شوې وه

د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ غونډه د بروکسل د غونډې د چمتوالي لپاره جوړه شوې، چې تر ډیره په کې د افغان حکومت پر تیرو لاسته رواړنو او په اوس وخت کې د افغانستان د سترو لومړیتوبونو پر سر خبرې کیږي.

ټاکل شوې چې له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې د مالي ملاتړ په تړاو د روان عیسوي کال د اکتوبر په څلورمه او پنځمه نېټه د بلجیم په پلازمینې بروکسل کې غونډه جوړه شي.

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ غونډې ته وویل چې لا هم ۳۹ فیصده افغانان په فقر کې ژوند کوي او د افغانستان حکومت لومړنی مسؤولیت دا دی، چې د خلکو په اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون راولي.

ولسمشر غني تروریزم او ناامني په افغانستان کې د فقر اصلي لاملونه یاد کړل او وویل، چې یوازې یو میلیون بې‌ځایه شویو افغانانو خپله اقتصادي ښیرازه په جګړو او یا طبیعي پېښو کې له لاسه ورکړې ده.

ښاغلي غني وویل "دولت باید خپله تګلاره داسې جوړه کړي چې د بې وزلو افغانانو ژوند ته بدلون ورکړي، دا د خلکو غوښتنه ده، هغه تګلارې هیڅ نتیجه نه ورکوي، چې د خلکو غوښتنې په کې ځای و نه لري. له فساد او زورزیاتي څخه د سیاست په چوکاټ کې ګټه اخیستل شوې، چې باید ورته د پای ټکی کېښودل شي".

د افغانستان ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د فساد او تروریزم پر ضد به جدي مبارزه کوي "افغانستان باید د افغانانو لپاره جوړ شي نه د هغو کسانو لپاره چې د افغانستان پانګه په بهرنیو بانکو کې زیرمه کوي."

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو هم افغانانو ته ډاډ ورکړ چې نړیواله ټولنه به له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي یاماموتو وویل "ناامنیو په پرله پسې توګه د افغانستان مالي سرچینې اغیزمنې کړې دي، خو د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوو، چې نړیواله ټوله به د هغوی په څنګ کې ولاړ وي او له هغوی سره به په ګډه د سولې او امنیت لپاره کار وکړي".

له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې د مالي ملاتړ په بدل کې له اداري فساد سره مبارزه، د کورنیو عوایدو لوړول، د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو اعاده کول او د فقر له منځه وړل هغه شرطونه دي، چې باید افغان حکومت یې پوره کړي.

XS
SM
MD
LG