د لاس رسي وړ اتصالات

کېري او د ازبکستان ولسمشر د سیمې پر امنیت خبرې وکړې


دواړو مشرانو په سمرقند کې داسې مهال سره وکتل چې په دغه ښار کې جان کېري د منځني آسیا د پنځو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو سره غونډه کوي؛ په غونډې کې به په اقتصادي او امنیتي موضوعاتو خبرې وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال ازبکستان ته سفر کړی دی چې په سیمې کې د افراطیت، په تیره بیا د داعش د فعالیتونو په اړه، تشویشونه پيدا شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال مارک ټونر وویل چې "کېري او کریموف دواړو اړخونو ته د علاقې وړ موضوعاتو باندې خبرې وکړي. په دغو موضوعاتو کې د افراطیت سره مبارزه او سیمه ییز امنیت او ثبات هم شامل وو."

امریکا وايي چې د افغانستان په اړه د واشنګټن او منځني آسیا اندیښنې یو ډول دي. جان کېري وویل "لویه ستونزه، چې نن ورځ موږ ټول ورسره مخامخ یو امنیت دی. موږ پوهیږو چې د افغانستان په اړه تاسو تشویش لري، چې موږ یې هم لرو."

جان کېري غواړي چې په غونډه کې خپلو سیالانو ته ډاډ ورکړي چې امریکا اوس هم په سیمې کې دلچسپي لري او د سیمې د هیوادونو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د منځني آسیا په دغو پنځو هیوادونو کې قزاقستان، قرغستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي.

کېري د کریموف څخه مننه وکړه چې د منځني اسیا او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې کوربتوب یې وکړ. د ازبکستان ولسمشر چې ۷۷ کلن دی د ۱۹۹۰ کال راهیسې یې قدرت په لاس کې دی.

د ۵+۱ هیوادونو ګروپ د دې لپاره جوړ شوی دی چې په یو لړ مسایلو، لکه د انسانانو په قاچاق، د مخدره موادو خلاف په مبارزه، په افغانستان کې د امنیت او ثبات د راوستلو په اړه همکاري رامنځ ته شي.

په دغو موضوعاتو کې لویه موضوع د انرژۍ امنیت دی. کېري وویل چې «یوازې د انرژۍ موضوع او د انرژۍ د بیلابیلو منابعو نه استفاده، په دې ارزي چې موږ دې ورباندې غونډه وکړو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې «موږ د پروژو، لکه د کاسا ۱۰۰۰ پروژه، په برخې کې ښه پیل لرو. دغه پروژه به د منځنی آسیا څخه جنوبي آسیا ته د بریښنا لپاره یوه ښه سیمه ییز مارکیټ جوړ کړي.»

امریکايي چارواکو ویلي دي چې د کېري په دې سفر کې غواړي د منځني آسیا هیوادونو ته د امریکا د نږدې اړیکو په اړه ډاډ ورکړي.

خو په کېري باندې فشار دی چې په دغو هیوادونو کې د یو لړ مشکلاتو په اړه هم خبرې وکړي.

په امریکا کې د بشري حقونو د څارنې ډلې د کېري نه غوښتنه کړې چې د بې ګناه خلګو د زنداني کولو، شکنجو، او په دغه هیوادونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړي

XS
SM
MD
LG