د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې له زندان نه د داعشي جهادیانو د تیښتې هڅه ناکامه شوه 


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د عراق امنیتي ځواکونه وایي د شنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لیندۍ ۶) یې د داعش د ډلې یو بندي وروسته له هغې په ډزو وواژه چې غوښتل یې د خپلو دوو نورو ملګرو سره له زندان وتښتي.

د عراق امنیتي ځواکونو په یو بیان کې ویلي چې دغو درېو بندیانو چې ټول د اسلامي دولت د ډلې یا داعش غړي دي د بغداد په شمال تاجي زندان کې یې د عمر قید سزا تیروله.

اعلامیه وایي دوی هڅه کوله چې د زندان په دیوال له ختلو وروسته بهر ته وتښتي، خو امنیتي ساتونکو پرې هغه وخت ډزې وکړې چې هغوی یې خبرداري ته پاملرنه ونکړه. په اعلامیې کې ویل شوي چې په ډزو کې یو داعشی بندي ووژل شو او دوه تنه نور تسلیم شول.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې د عراق او سوریې په ځینو برخو کې په ۲۰۱۴ کې خپل خلافت اعلان کړ.

عراق په ۲۰۱۷ کې پر دغې ډلې باندې په رسمي توګه د بریا اعلان وکړ او دوه کاله وروسته په ۲۰۱۹ کې داعش په سوریه کې هم له ماتې سره مخامخ شو.

خو ددغې ډلې پاتې شونې لاهم په دواړو هیوادونو کې فعال دي او په پرله پسې توګه بریدونه کوي.

په عراق کې د داعش له ماتې وروسته ددې هیواد محکمو په سلګونو کسان د هغو جرمونو په تور په اعدان محکوم کړل چې جهادیانو پدې هیواد کې ترسره کړي وو.

خو ددغو سزاګانو یوه ډیره کوچنۍ برخه چې ددې هیواد د ولسمشر له تائید وروسته عملي شوې ده. د عراق ولسمشر برهام صالح چې د ۲۰۱۸ کال راهیسې واکمن شوی د اعدام د سزا د عملي کولو له مخالفینو څخه دی.

XS
SM
MD
LG