د لاس رسي وړ اتصالات

د بایډن خبرداری: د جمهوري غوښتونکو بری به دموکراسي کمزورې کړي


پداسې حال کې چې ټاکل شوې د سه شنبې په ورځ په متحده ایالاتو کې د منځنۍ دورې انتخابات وشي او معلومه به شي چې واکمن دموکرات او که سیاسي مخالف جمهوري غوښتنونکی په کانګرس کې اکثریت څوکۍ ګټي، جمهور رئیس جو بایډن خبرداری ورکړی چې د جمهوري غوښتونکو بری به ښایي دموکراسي کمزورې کړي.

ښاغلي بایډن چې یکشنبه نومبر ۶ (لړم۱۵) یې د نیویارک په ښار کې په یو پوهنتون کې محصلینو ته وینا کوله خبرداری ورکړ چې پدې انتخاباتو کې ډیری جمهوري غوښتونکي کاندیدان د پخواني جمهور ئی دونالډ ټرمپ هغه ناسمې ادعاوې تکراروي چې ګواکې د ۲۰۲۰ جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ټګي شوي وه.

جو بایډن وویل چې جمهوري غوښتونکي پدې کار سره دموکراتیک اصول ګواښي.

هغه وویل، " دموکراسۍ رای ګیرۍ ته ایښودل شوې. تاسو یوازې په هغه صورت کې د هیواد سره مینه نشئ درلودی کله یې چې وګټئ".

په ولس کې د جمهور رئیس جو بایډن د محبوبیب د کچې کموالی هغه څه دي چې دموکرات کاندیدانو ته یې سیالي ګرانه کړې او پخپله ښاغلی بایډن هم له همدې کبله نه غواړي په هغو ایالاتونو کې چې د دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو تر منځ پکې سخته سیالي وي، انتخاباتې غونډې وکړي.

د نظر معلومولو یوه سروې چې د رویټرز خبري اژانس کړې او نتیجه یې تیره سه شنبه اعلان شوه، یوازې ۴۰ په سلو کې امریکایان د کار روزګار په برخې کې د ښاغلي بایډن د کړنو څخه خوښ دي.

خو ښاغلی بایډن غواړي په هغو ښارونو او ایالتونو کې د خپل ګوند په پلوۍ وینا وکړي چې معمولاً دموکراتانو ته رایې ورکوي او اوس پکې جمهوري غوښتونکي داسې ښکاري چې څه نا څه مخکې دي.

ډیری دموکراتانو تر دې دمه د سقط جنین د حق سره د ملاتړ په ښودلو انتخاباتې مبارزې کړي خو په تازه نظر سنجیو کې داسې معلومه شوې نور خلک ور سره چندانې علاقه نلري.

خو جمهوري غوښتونکي کاندیدان بیا د قانون د تطبیق ادارو سره د دموکراتانو په ملاتړ انتقادونه کوي او په هیواد کې جنایي پیښو په ډیروالي کې همدا ګوند ملامتوي او په ځانګړې ډول د کرونا وبا په وخت کې د دې جرمونو ډیروالی د انتخاباتي مبارزو په مهمې موضوع بدل شوی.

XS
SM
MD
LG