د لاس رسي وړ اتصالات

د جان ایف کنیډې د قتل محرم اسناد خپاره شول


پخوانی ولسمشر جان ایف کنیډې او دهغه میرمن ژاکلین کنیډې. ډالاس، ټکساس، د نومبر ٢٢ م ١٩٦٣ م کال
پخوانی ولسمشر جان ایف کنیډې او دهغه میرمن ژاکلین کنیډې. ډالاس، ټکساس، د نومبر ٢٢ م ١٩٦٣ م کال

د متحدو ایالاتو د پخواني جمهوررئیس د قتل په اړه د حکومت وروستي محرم اسناد داکتوربر په ٢٦ م خپاره شول. د جان ایف کنیډې د قتل په ا ړه دا اسناد له ١٩٦٣کال راهیسې پټ ساتل شوي وو.

تحلیل کوونکي په دې نظر دي چی ښايي د کنېډې د قتل اسناد د دې غم لړلې پېښې پر گڼو اړخونو چې دامریکا ټول ملت ېې د پوهېدلو په لټه کې دی، نوې رڼآ واچوي.

پخواني ولسمشر جان ایف کنیډې د ١٩٦٣ م کال د نومبر په ٢٢ مه، هغه وخت ووژل شو چې د ټکساس د ایالت په ډالاس کې په موټر کې سپورو. له هغه سره ېې میرمن جکي کنیډی هم سپره وه.

د جان ایف کنیډې د قتل محرم اسناد
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00

د استخباراتو مامور کلېنټ هېل د ولسمشر لیموزین موټرته، د دغه وژونکي برید نه وروسته په یو څو ثانیو کې ورورسید.

د استخباراتو غړي کلېنټ هېل وویل: مافکر کاوه چې ډیرکاری به زخمي شوی وي، خو زه ډاډه نه وم. میرمن کنیدې وویل اوه جک داېې څه وکړل. تردې وروسته هغې وویل : "جک!پرما گران ېې".

لي هاروي آسوالډ چې پخوا شوروي اتحادته تښتېدلی و، د جان ایف کنیډی په خون تورن وگڼل شو.

خبریال: " ولسمشر تا وویشت؟

آسوالد: " ما هېڅوک ندي ویشتلي، نه صېب."

دوه ورځی وروسته پر آسوالد باندې د یوه نایټ کلب خاوند جک روبي ډزې وکړلې او مړېې کړ. دغه کار د جان ایف کنیډې د قتل په تړاو د یوې احتمالي مجهولې دسیسی د موجودیت شکونه زیات کړل.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ټویټر کې اعلان وکړ چې دی به د جان ایف کنیډې د دوسیی د خپرولو اجازه ورکړي. ددغو اسنادو په بشپړه توگه خپرول د پخواني ولسمشر کنیډې د قتل پر مسله نوې رڼآ غورزولی شي.

لاري سبه تو د ویرجنیا پوهنتون استاد وايي: دابه ډیره مهمه شیبه وي، ځکه ٥۴ کاله وروسته به بالاخره هغه معلومات څیړونکیو ته په لاس ورشي چې حکومت محرم ساتلي ول. هغوی به وکولی شی چې د کنېډې د قتل پرمسله بیا کتنه وکړي".

لاري سبه تو او نور ماهران غواړي په دې پوه شي چې د حکومت گڼو ادارو لکه ایف بي آی او سي آی اې د آسوالد په اړه څه ډول معلومات درلودل. لي هاروي پخوانی شوروي اتحاد او د کیوبا سفارت ته په مکسیکوکې د جان ایف کنیډې له قتل نه مخکې د څه لپاره ورغلی و.

د ویرجنیا پوهنتون استاد لاري سبه تو وايي: زه غواړم په دې پوه شم چې هغوی د کنیدې له قتل نه مخکې په دې مسله پوهېدل که نه؛ البته که نوي اسناد داخبره څرگنده کړي؛ او که پوهېدل نو ولې یي له یوبل سره معلومات نه شریکول."

د وارین د رسمي کومیسیون رپوټ دې نتیجی ته رسیدلی و چی لي هاروي آسوالد په یوازې سر دا خون کړی دی. خو عام خلک د لاری سبه تو په څېر ددې رپوټ په اړه شکمن ول.

د ویرجنیا پوهنتون ا ستاد لاري سبه تو وايي: دهغو امریکایانو شمیر چې په دې اړه ېې په دسیسه باندې باور درلود شمیر ېې په سلو کې له شپېتو نه نیولې تر ٧٥ پورې رسیده. په دې توگه دا څرگنده ده چې زیاترو امریکایانو په دې باور نه درلود چې لي هاروي آسوالد، دې دا خون په یوازې سر کړی وي.

که څه هم په دې اړه ډیر شکونه شته دي، خو تراوسه پورې داسی شواهد نه دي رابرسیره شوي چی داڅرگنده کړي چې له لي هاروي آسوالد نه پرته بل څوک هم د خون په دې خونړۍ پېښه کې لاس درلود.

XS
SM
MD
LG