د لاس رسي وړ اتصالات

پخوانی امریکايي طالب له زندانه خوشي کیږي


یو پخوانی امریکايي طالب جان واکر لنډا چې په ۲۰۰۲ کال کې د افغان طالبانو له ډلې سره د ملاتړ په جرم بندي وو ، د مې په میاشت کې خوشې کیږي.

دا پخوانی وسله وال په ۲۰۰۱ کال کې په امریکا کې د سپټمبر ۱۱مې پېښو او تروریزم پر ضد د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف د جګړې د پيل وروسته د 001 ترورېزم پرضد د جګړې سازمان نیولی و.

د فارن پالیسۍ د راپور له‌مخې چې نوموړی د نیول کېدو پر مهال ۲۰ کلن و چې د طالبانو په یوه ډله کې شامل و د امریکا يي ځواکونو لخوا نیول شوی و.

ویل کېږي چې د یو کال په دننه کې جان واکر لیندا له طالبانو څخه د ملاتړ په جرم مجرم وبلل شو او د شل کاله بند سزا ورته واوره ول شوه.

فارن پالیسۍ مجلې ویلي چې هغه مهال حتا ځینو سختدریځو ډلو له امریکايي مقاماتو غوښتنه وکړه چې پر نوموړي د هېواد پر خلاف د خیانت تورونه ولګوي چې د یادې مجلې په وینا که چیري پر نوموړي د هېواد د خیانت تورونه لګول شوي وای ممکن د هغه د اعدام سزا سبب شوي وای.

راپور وايي، چې د دې کال په جریان کې د واکر خوشي کېدل به ممکن امنیتي ادارو ته په ټوله نړۍ کې سرخوږی راپید کړي په ځانګړي ډول د دې له امله چې د ایرلنډ طابعیت یې تر لاسه کړی او هغه هېواد ته د تللو پلان یې درلود.

په ورکړل شوو معلوماتو کې ویل شوی چې د دې سره هغه د اسلامي سختدریځۍ ایډالوژي نه ده غندلې او حتا د اسلامي دولت یا داعش په ملاتړ یې رسنیو ته تبصرې هم کړي دي.

د فارن پالیسۍ مجلې د راپور له‌مخې له تروریزم سره د مبارزې ملي مرکز یو سند چې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر ۲۴مه ساتلی دی، پکې ادعا شوې چې دغه پخوانی امریکايي طالب جنګیالی اوس په هماغه اندازه سختدریځی دی چې په ۲۰۰۱ کال کې و.

په دغه سند کې ویل شوي«د ۲۰۱۶ کال مې میاشت کې جان واکر لیندا چې په پام کې ده د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې خوشي شي، وروسته له هغه چې مجرم وګڼل شو لا هم د نړیوال جهاد لپاره تبلیغ کوي او د تاوتریخوالي او سختدریځي په اړه لیکل او مقالې ژباړي.»

د دې رپورټ له‌مخې، واکر لیندا د یو خبري ټلوېزیون ویاند ته ویلي، چې هغه به «د خوشي کیدو وورسته د تاوتریخوالې ډک سختدریځي اسلامي‌ نظرۍ ته دوام ورکړي.»

د ایرلند عدلیې وزارت ویلي هر هغه څوک چې د ایرلنډ پاسپورټ ولري هغوی ته به ایرلنډ ته د داخلېدو اجازه ورکړل شي.

واکر لیندا تر خوشي کېدو وروسته ایرلنډ ته د خپل تګ پلان تائید کړی دی.

هغه د خپل پلان په اړه په لندن کې یوې ټولنې ته چې د تروریزم پر ضد جګړه کې د زیانمن شوو لپاره د خیر ښېګڼې لپاره فعالیت کوي بیان کړی دی.

XS
SM
MD
LG