د لاس رسي وړ اتصالات

د اردن باچا د جو بایډن سره د ملاقات لپاره واشنګټن ته روان دی


د اردن باچا عبدالله به د جمهور رئیس جو بایډن او د کانګریس د یو شمیر غړیو سره وګوري.
د اردن باچا عبدالله به د جمهور رئیس جو بایډن او د کانګریس د یو شمیر غړیو سره وګوري.

د اردن باچا عبدالله چې په منځني ختیځ کې د امریکا د متحده ایالاتو یو تر ټولو سرسخت متحد دی، د جمهور رئیس جو بایډن او د کانګری د یو شمیر غړیو سره د کتلو لپاره واشنګټن ته روان شوی.

دا به لومړي ځل وي چې جو بایډن تر جمهور رئیس کیدو وروسته په سپینې ماڼۍ کې د یو عربي هیواد له مشر سره ګوري.

د اردن ماڼۍ په یوې اعلامې کې ویلي چې د باچا عبدالله سره به د هغه میرمن ملکه رانیا هم مله وي.

ټاکل شوې ښاغلی عبدالله به پدې سفر کې د پانګې اچونې په یوې غونډې د ګډون تر څنګ یو شمیر شخصي سفرونه هم ولري او ښایي د همدې روانې جولای د میاشتې په منځ کې په واشنګټن کې د ښاغلي بایډن او د کانګریس د یو شمیر غړیو سره وګوري.

د اردن باچا ښایي د امریکا د جګپوړو چارواکو نه د ۶.۴ ملیارده ډالرو د مرستو د پنځه کلن پروګرام بیا تمدید کیدل وغواړي چې ټاکل شوې بل کال یې د اعتبار موده پای ته رسیږي.

واشنګټن د اردن د دوه اړخیزې همکارۍ یوازینۍ تر ټولو ستره سرچینه ده او هر کال دې هیواد ته څه باندې ۱.۵ ملیارده ډالر ورکوي. امریکایي دیپلوماتان همدرانګه وایي چې اردن د هغو هیوادونو په سر کې راځي چې امریکا ورته ډیرې بهرنۍ مرستې ورکوي.

جمهور رئیس بایډن هم واک ته د رسیدو نه پس د اردن د باچا ته د خپل ملاتړ ډاډ وروسته تر هغه ورکړ چې هغه په شاهي کورنۍ کې خپلمنځي اختلافات له منځه یوړل.

اردن شاوخوا ۱۰ ملیونه وګړي لري چې اکثریت یې په خټه فلسطینیان دي.

د اردن باچا د فلسطین اواسرائیل تر منځ د شخړې د حل کولو لپاره د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ د سولې د پلان سره مخالفت درلود او د خپل هیواد ملي امنیت ته یې ګواښ باله.

خو دا چې د ښاغلي بایډن حکومت د اسرائیل او فلسطین د شخړې د حل لپاره د دوه بیلو دولتونو د جوړیدو د عنعنوي حل لارې د پالیسۍ په لور مخه کړې، دې کار په اردن هم فشار کم کړی.

XS
SM
MD
LG