د اردن دولتي خبري اژانس د یکشنبې په ورځ [نومبر ۱۵مه] راپور ورکړی چې د هغه هېواد د دولتي امنیت محکمې درې کسان چې تېره میاشت یې د کرک په جنوبي ولایت کې پر یوې کلیسا برید کړی و او له امله یې نهه کسان وژل شوي وو، د اعدام په سزا محکوم کړل.
محکمې دا کسان په ترهګریزو اعمالو، د ترهګریزو موخو لپاره د وسلو او مهماتو په درلودلو او د یوې ترهګرې ډلې د نظریاتو په خپرولو مجرم ګڼلي. د اردن خبري اژانس لیکلي چې دا پرېکړه د تمیز محکمې لخوا د استیناف او بیاکتنې تابع ده.
یو شمېر وسله والو د اکتوبر په ۲۳مه د حمود په کلي کې په یوې کلیسا کې د جنازې پر مهال ډزې وکړې چې دا په اردن کې د عیسویانو پر وړاندې یو کم ساری برید و. چارواکو وویل چې په دې پېښه کې ۳۴ کسان ټپیان شوي وو.
د عامه امنیت ادارې په وینا، امنیتي ځواکونو دا درې واړه کسان د اکټوبر په ۲۶مه په کرک کې نیولي دي.
اردن چې د افراطیت پر وړاندې مبارزه کې د متحدو ایالتونو همکار دی، پر کلیسا د برید په ورځ د سوریې په سویل کې پر هغو ډلو بمبارۍ وکړې چې د کلیسا په برید کې ښکېلې وې. سوریې کې چارواکو وویل چې د درېو ماشومانو او یوې ښځې په شمول، اوه کسان وژل شوي دي.
اردن وروسته ومنله چې په بمباریو کې یې ملکي وګړي وژل شوي او دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې د دې پېښې د ارزولو لپاره یوه ګډه امنیتي کمیټه جوړه کړي. پر کلیسا د مرګوني برید څخه نږدې یو میاشت وروسته هم تر اوسه کومې ډلې د هغه مسؤلیت نه دی منلی.
فورم \ دبحث خونه