د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د جودو اتل د امنیتي اندېښنو له کبله خپل هېواد ته نه ستنیږي


ایرانی جودوکار سید مولایي

د جودو ورزش یو نړیوال ایرانی اتل وایي د حکومت امر یې ندی منلی او د توکیو په نړیوالو لوبو کې یې د یو اسرائیلي جودوکار سره سیالي کړې ده. هغه وايي اوس خپل هېواد ته له تگ ډاریږي.

د جودو نړیوال فدراسیون د دوشنبې په ورځ (سپتمبر۲) وویل چې د سید مولایي نه غوښتل شوي وو چې د توکیو د نړیوالو سیالیو په نیمه پای لوبه کې د اسرائیلي لوبغاړي ساگي موکي سره سیالي ونه کړي.

د جودو نړیوال فدراسیون په دې هکله پخپله ویبپاڼه لیکلي: "د نیمه فاینل لوبې څخه څو دقیقې دمخه د ایران ترینر ته له هیواد نه تیلیفون راغی". د ویپاڼې په خبر تیلیفون د ایران د ورزش د مرستیال وزیر داور زاني چې مولایي یې له سیالۍ منع کړترڅو "د اسرائیل او ایران د مخامخ کیدو مخه ونیول شي".

د جودو نړیوال فدراسیون همداشان وایي چې بیا د ایران د ملي المپیک کمیټې رئیس ددغه لوبغاړي سره د هغه د نیمه فاینل لوبې دمخه له عربي هیوادونو او یا ایران سره تماس ونیو چې له سیالۍ ډډه وکړي.

ایرانی اتل مولایي ویلي دي "زه یو مبارز یم، زه غواړم سیالي وکړم هر چیرته چې وي. زه په یو هیواد کې اوسیږم چې قانون یې ماته ددې کار اجازه نه راکوي. مونږ بل انتخاب نلرو، ټول لوبغاړي باید دا ومني. هغه څه چې ما نن وکړل زما د ژوند لپاره وو، د یو نوي ژوند لپاره".

ښاغلی مولایي وایي سمدستي نه غواړي بیرته ایران ته لاړ شي د خپل امنیت په اړه اندیښنه لري او د جودو د نړیوال فدراسیون له رئیس نه د یو حل لارې لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

د رویترز اژانس وایي چې پدې هکله سمدستي نه د ایران د جودو فدراسیون او نه هم د المپیک نړیوالې کمیټې تبصره کړې ده.

دا لومړی ځل ندی چې د عربي هیوادونو او یا د ایراني لوبغاړو غوښتل کیږي چې د المپیک په لوبو او یا نړیوالو سیالیو کې د اسرائیلي لوبغاړو سره سیالي ونکړي.

د ٢٠٠۴ کال د یونان د اتن په نړیوال المپیک د ایران د پخواني نړیوال قهرمان ارش میراسماعیلي نه غوښتي وو چې د اسرائیلي جودوکار اهود واکس سره له لوبې ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG