د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې د قیصاري په ننګه لاریون کې تاوتریخوالی شوی


د جنبش اسلامي ګوند سلګونو پلویانو د چهارشنبې په ورځ د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندان نظام‌الدین قیصاري په ننګه په بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې لاریونونه کړي دي.

لاریون‌کوونکي د نظام‌الدین قیصاري د بیرته خوشې کیدو غوښتنه کوي او د اعتراض په توګه یې د کابل – مزارشریف لویه لاره تړلې ده.

د فاریاب د ولایتي شورا رئیس طاهر رحماني امریکا غږ آشنا ته وویل، چې په دغه ولایت کې لاریون کې "تاوتریخوالی" شوی دی.

هغه په لاریون کې د یو شمیر معترضینو د ټپي کیدو ادعا وکړه او وې ویل "د لاریون پر مهال د امنیتي ځواکونو د ډزو په نتیجه کې اوه تنه لاریون کوونکي ټپیان شوي دي، لاریون هم دوام لري، د پوځ طیارې هم د فاریاب په آسمان کې تګ راتګ کوي".

خو د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال صبغت‌الله سیلاب ادعا کوي، چې لاریون کوونکو د ولایت ودانۍ سوزولې ده "په خواشینۍ سره چې اعتراض کوونکو د ولایت ودانۍ ته اور ورته کړ او د اداري کارکوونکو موټرې یې سوزولې دي او دوه ساتونکي یې هم نیولي دي".

د احمد ولید په نوم د فاریاب ولایت یو اوسیدونکی وايي، چې لومړی اعتراض کوونکو د ټایرونو په سوزولو سره د فاریاب د ملي امنیت ریاست او د ولایت ودانۍ ته غځېدلې لارې وتړلې او وروسته یې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ.

احمد ولید زیاته کړه "د شعارونو په ورکولو سره د امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت په لور راغلل، ډبرې یې وویشتې او ښيښې یې ماتې کړې، په یو ټانک باندې پورته شول او د سرتیرو په وهلو او ډبولو یې پیل وکړ، امنیتي ځواکونو هوايي ډزې وکړې خو لاریون کوونکو ورته پام ونکړ، چې بیا یې په پښو کې ورته ډزې وکړې، درې نفره ټپیان شول".

د فاریاب د ملي امنیت ریاست د لاریون کوونکو د ټپي کیدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

خو د دغه ولایت د پولیسو ویاند کریم یورش له امریکا غږ سره په خبرو کې د لاریون کوونکو ټپي کیدل رد کړل او وې ویل "سلګونه کسان له شعارونو سره سړکونو ته راوتلي دي او د ټایرونو په سوزولو سره یې سرکونه بند کړي. دوکانونه بند دي، تر اوسه په لاریون کې څوک پټي شوي نه دي".

د افغانستان په شمال کې دا لاریونونه وروسته له هغې کیږي، چې وړمه ورځ افغان ځواکونو د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ امنیه قوماندان نظام‌الدین قیصاري ونیو او په هلیکوپټر کې یې کابل ته ولیږدوه.

ښاغلی قیصاري د دوشنبې په مازیگر وروسته له هغې ونیول شو چې وسله والو یې په میمنه کې د امنیتي غونډې غړو سره له لفظي شخړې وروسته وسلو ته لاس کړ.

د افغانستان د دفاع وزارت هم تیره ورځ د قیصاري نیول تائید کړل. د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش، خبریالانو ته وویل چې ښاغلی قیصاري باید پر هغه باندې د لگیدلو تورونو په اړه عدلي او قضایي بنسټونو ته ځواب ووایي.

نظام‌الدین قیصاري د جنبش اسلامي ګوند مهم غړی او د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته له نږدیو کسانو څخه دی.

جنرال دوستم تیره ورځ خبرداری ورکړی وو، که قیصاري بېرته خوشې نه شي، ښايي د افغانستان په شمال کې د ټاکنو په ګډون د حکومت ټولې برنامې له جدي ننګونو سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG