د لاس رسي وړ اتصالات

د دوستم ملیشې بیا په سرغړونو تورنې شوې


جنرال دوستم د تیرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د عملیاتو مشري کوي.
جنرال دوستم د تیرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د عملیاتو مشري کوي.

د بشري حقونو یو نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان د ولسمشر د لمړي مرستیال تر مشرۍ لاندې د جنبش ګوند ملیشو په فاریاب ولایت کې ملکي خلک د طالبانو د ملاتړ په تور، وژلي او ربړولي دي.

د بشري حقونو څارډلې وايي د جنبش ملیشې باید د ترسره شوو جنایتونو له کبله عدالت ته ودرول شي.

د جنرال دوستم تر قوماندې لاندې د جنبش ملیشې چې د ملي اردو پوځيان یې هم ملاتړ کوي، د تیرو شپږ میاشتو راهیسې د فاریاب او جوزجان په ولایتونو کې د طالبانو او د افغان حکومت د نورو وسله والو مخالفانو پر وړاندې جنګیږي.

خو د جنبش ګوند دغه راپور په کلکه رد کړی او پر څارډلې تور لګوي‌ چې له غرض نه ډک او ناسم معلومات خپروي.

د ملي اسلامي جنبش د ګوند یو ویاند بشیر احمد تینج امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د فاریاب د ولایت په عملیاتو کې چې کومو وسله والو ځواکونو برخه لرله هغه د افغان امنیتي ځواکونو پورې مربوط ځواکونه وو.

هغه وویل چې د افغانستان ملي اسلامي جنبش یو سیاسي ګوند دی او په دغه ګوند کې هیچ وسله وال نشته دی.

بشري حقونو د څار اداره وایي، په دغو ولایتونو کې په عملیاتو کې دولتي ځواکونو ترڅنګ د جنرال دوستم وسله وال سړي هم برخه لرله، چې د ملکي تلفاتو په هکله د یوناما د وروستي راپور له مخې د جون د میاشتې په وروستیو کې د دیارلس ملکي وګړو په وژلو او د دوه دیرش نورو په ټپیانولو کې یې لاس درلود.

په دغه راپور کې د بشري حقونو د څار د ادارې د څیړونکې میرمن پاټرشیا ګوسمن له خولې ویل شوي "په فاریاب کې وروستۍ وژنې، جنرال دوستم ته د وفادارو وسله والو ډلو د زړو بې رحمیو تازه بیلګې دي".

رپوټ دغه راز وايي چې حقیقت دا دی چې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ دا وسله وال سړي چې په شمالي ولایتونو کې د امنیت د کمزورۍ سبب شوي هیڅکله د خپلو کړنو حساب ندی ورکړی.

د بشري حقونو د څار دا اداره وایي، چې کله طالبان له سیمې ووتل، د ملي اسلامي جنبش ګوند پورې مربوط وسله وال څلور کلیو ته ننوتل پنځه کلیوال یې د طالبانو څخه د ملاتړ په تور ووژل او دولس نور یې ټپیان کړل.

میرمن ګوسمن ویلي "د جنبش وسله والو په څیر وسله وال باید لا دمخه منحل شوی واې، خو ورڅخه د قوي ملاتړ او معافیت له امله خپلو جنایتونو ته لا دوام ورکوي ".

د بشري حقونو څارډلې له جمهوررئیس محمد اشرف غني غوښتي چې د غیرمسوولو وسله والو د بې وسلې کولو په برخه کې په خپله ژمنه عمل وکړي او دا ډاډ دې ورکړي چې دغه وسله وال د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې کومه ونډه نه لري.

XS
SM
MD
LG