د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې خلکو د کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ لاره تړلې ده


دا دوهمه ورځ ده چې د خنجان په سیمه کې سیمه ایر اوسیدونکي دا لویه لار تړي.
دا دوهمه ورځ ده چې د خنجان په سیمه کې سیمه ایر اوسیدونکي دا لویه لار تړي.

د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ کې د دغه ولایت د اندراب اوسیدونکیو د کابل - شمالي او شمال ختځیو ولایتونو ته غځیدلې لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

د کابل - شمالي او شمال ختیځو ولایتونو لویه لار د خنجان ولسوالۍ له بازاره تیریږي، په همدغه بازار کې د بغلان د بلې ولسوالۍ اندراب اوسیدونکیو دغه لار له تیرې ورځې راهیسې د ترافیکو پر وړاندې تړلې ده. دغه لار هغه وخت وتړل شوه چې د پکتیا د جانيخیلو په ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي پولیسو د هغو سرتیرو د محاصره کیدو راپورونه خپاره شول چې د اندراب اوسیدونکي دي.

د خنجان ولسوالۍ د امنیې قوماندان قدرت الله مطبوعاتو ته وویل چې د اندراب ولسوالۍ له ۷۰ څخه تر ۸۰ پورې اوسیدونکي د پکتیا په جانیخیلو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په لیکو کې دندې لري.

هغه زیاته کړه چې له څو ورځو راپه دیخوا په جانیخیلو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړې وشوې او ددغو سرتیرو کورنیو ته احوال راغلی چې د سرتیرو جسدونه او ټپيان د جګړې په میدان کې پراته دي او دولت یې جسدونه او ټپيان نه شي راویستلای نو دوي په همدې خاطر مظاهرې کړي.

قدرت الله دا هم وویل چې مظاهره کوونکي ټول د پکتیا په جانیخیلو ولسوالۍ کې د سرتیرو خپلوان او قومیان دي.

جنوب ختیځ زون کې د امریکاغږ اشنا راډیو خبریال محمد ابراهیم رحیمي سیمه ایزو امنیتي چارواکو له خولې وايي چې لس ورځې وړاندې د پکتیا په جانیخیلو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او مخالفو وسله والو تر منځ سختې جګړې شوې وې.

هغه زیاتوي چې اوس ممکن خال خال سیمو کې جګړه وي خو لویه جګړه پای ته رسیدلی ده.

په پکتیا ولایت کې د لومړۍ پلې لواء ویاند تورن عبدالله امریکا غږ ته ویلي چې د جانیخيلو ولسوالۍ لویه لار د وسله والو مخالفینو له لوري بنده شوې ده. هغه زیاته کړه چې چارواکي وايي چې په لار کې مخالفینو ماینونه ځای پر ځای کړي او اوس مهال پرې تګ راتګ نه کیږي خو د افغان ځواکونو له خوا د دغې لارې د خلاصون لپاره په سیمه کې عملیات پيل شوي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG