د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ۱۱۱ فرقه: د نصرت عملیات به روان امنیتي وضعیت بدل کړي


د کابل د ۱۱۱ فرقې ځواکونه د کابل ښار په درییم امنیتي کمربند کې ځای پرځای دي.
د کابل د ۱۱۱ فرقې ځواکونه د کابل ښار په درییم امنیتي کمربند کې ځای پرځای دي.

د کابل د ۱۱۱ فرقې قوماندان جنرال عبدالنصیر ضیایي، وايي، افغان امنیتي ځواکونو د راروان پسرلي کې د "نصرت" په نوم ځانګړي عملیات پلان کړي، چې د ۱۳۹۷ په اوږدو کې به د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو د ځپلو لپاره په ټول افغانستان کې ترسره شي.

جنرال ضیایي، نن د سه شنبې په ورځ د کابل د ۱۱۱ فرقې په قوماندانۍ کې خبریالانو ته وویل، چې راروان عملیات به د افغانستان امنیتي وضعیت بدیلیدو کې مرسته وکړي.

جنرال ضیایي وویل " راتلوونکي کال ته چې مونږ کوم پیغام لرو هغه د نصرت د عملیاتو سنجول شوی پیغام دی، باور لرم چې انشاالله په راتلوونکي کال کې به مونږ دغه وضعیت چې ویل کیږي دښمن ته د دې فرصت ورنګړو چې خپل ستراتیژیک اهداف پلي کړي".

په افغانستان کې افغان امنیتي ځواکونه او د هغوی وسله وال مخالفان دواړه خپل پوځي عملیات د یوه ځانګړي نوم لاندې ترسره کوي.

افغان امنیتي ځواکونو په روان ۱۳۹۶ هجري شمسي کال کې د وسله والو مخالفانو پر وړ اندې خپلو عملیاتو ته د "خالد" نوم ورکړی دی.

خو طالبانو سږکال بیا خپل عملیات د خپل وژل شوي مشر ملا اختر منصور په نوم د " منصوري" عملیاتو په ترسره کوي.

د کابل د ۱۱۱ فرقې قوماندان وايي، چې د نصرت د عملیاتو یوه برخه د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو راروانو ټاکنو ته د امنیت برابرول دي.

جنرال ضیایي وویل "د راتلوونکي کال په ټاکنو کې ډاډ ورکوو چې مونږ به د دښمن جبهه د فزیکي ګواښ په توګه کابل کې و نه لرو".

خو د کابل د ۱۱۱ فرقې قوماندان وویل، چې تروریستي بریدونه د پیښیدو احتمال په ډیرو پرمختللو اروپايي هیوادونو کې هم لیدل کیږي.

د کابل ۱۱۱ فرقې ځواکونه د کابل ښار په درییم امنیتي کمربند کې چې د کابل ښار بهر ولسوالۍ په کې شاملي دي ځای پر ځای دي.

خو د دغې فرقې قوماندان وایي، چې د دوی ځواکونه له کابل بهر په نورو ناامنو ولایتونو کې هم نورو امنیتي ځواکونو سره د وسله والو مخالفانو پر وړاندې په عملیاتو کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG