د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته د ترکیې اوبو کې د مړو شوو افغانانو د جسدونو انتقال


د ترکیې په اوبو کې د ډوب شویو افغان کډوالو مړي نن سهار کابل ته راوړل شول.

د رپوټونو پر بنسټ د ترکیې په وان جهیل کې د ډوبې شوې کښتۍ د سپرلیو نیږدې ۶۰ مړي پیدا شوي چې پکې د درې ماشومانو په شمول ۲۹ افغانان هم شامل دي.

د یادو مړو لومړۍ جوپه چې پنځه تنه پکې شامل و نن سهار چهارشنبه جولای ۲۲ (زمری ۱) د کابل په حامد کرزي نړیوال ډګر کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

امریکا غږ کورنیو ته د مړو د تسلیمیولو لړۍ په ژوندۍ بڼه پر خپل فیسبوک پاڼو خپره کړه.

چارواکي وايي چې افغانستان ته د پاتې مړو د لېږد بهیر به په راتلونکو ورځو کې هم دوام وکړي.

دغه کښتۍ چې نیږدې یوه میاشت مخکې ډوبه شوې وه پکې لږ تر لږه ۶۰ تنه کډوالو سپاره ول چې د افغانستان په شمول د پاکستان او ایران اوسېدونکي و.

انقرې کې د افغانستان سفارت چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې له دې لپاره چې مړي ډېره موده په اوبو کې پاتې دي یو شمېر یې نه پېژندل کیږي.

د وان جهیل د ترکیې او ایران پولې تته نژدې کې پروت دی چې ډېر شمېر غیر قانوني کډوال ترې تیریږي او اروپا ته ځان رسوي.

له دې مخکې د افغانستان حکومت له عامو خلکو غوښتلي چې په غیر قانوني ډول سفر ونه کړي.

د تېر کال په ډسمبر کې هم د کډوالو یو کښتۍ په همدې جهیل کې ډوبه شوه چې اوه تنه کډوالو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ. په دې کډوالو کې د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش اوسېدونکي شامل و.

XS
SM
MD
LG