د لاس رسي وړ اتصالات

د موټر چلوونکو اعتصاب؛ 'د کابل ـ کندهار پر لار زرګونه مسافر بند پاتې دي'


عکس (ارشیف) د کابل ـ کندهار لویه لار
عکس (ارشیف) د کابل ـ کندهار لویه لار

د کابل – کندهار لویه لار د لارۍ موټر چلونکو له لوري تړل شوې او ۶۰ زره زیات مسافر د لویو لارو پر سر بند پاته دي.

د یادي لارې پر سر د غیري قانوني پيسو اخیستلو او د پوليسو د ناسم چلند په غبرګون کې لومړی درې اونۍ وړاندي د بار وړونکو لاریو چلوونکو کاري اعتصاب پيل کړ.

خو له تیرو پنځو ورځو راهیسې يې د مسافر وړونکو بسونو د تګ راتګ مخه هم نیولې.

په کندهار کې د احمد شاه بابا ابدالي بس ټرانسپورت مرستیال حاجي اغا جان نن سې شنبه فبروري ۱۶ ( سلواغې ۲۸) امریکا غږ وته وويل چې له تیرو پنځو ورځو راهیسې د دوی د فعالیت مخه هم د بار وړونکو لاریو چلوونکو نیولې ده.

ده زیاته کړه چې دوی هم د کابل – کندهار پر لویه لار د ستونزو د حل غوښتنونکي دي، خو د مسافر وړونکو بسونو د فعالیت دریدو ګڼي نوري ستونزي را پیدا کړي.

هغه وويل: "د لارۍ چلوونکو زموږ د فعالیت مخه هم نیولې او لویه لاريې تړلې، زموږ د شرکت په ګډون د مسافر وړونکو بسونو له لوري هره ورځ د کابل او کندهار په شمول د هرات او نورو ولایتونو ترمنځ ۱۵ زره مسافر انتقالول چي له تيرو پنځو ورځو راهیسې دا مسافر چې شمېر يې تر ۶۰ زره تنو هم اوړي بند پاته دي."

دا مهال د کندهار په ګډون د بسونو په تم ځایونو کې هوټلونه له مسافرو ډک دي او زیاته ګڼه ګوڼه تر سترګو کیږي.

له ایران او پاکستان څخه را ستانه شوي مسافر د لارې د ژر خلاصېدو غوښتنه لري او وايي چې د څو شپو له تېرېدو سره مسافر له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي.

بلي خواته د باروړنکو لارۍ موټر چلوونکو د اتحاديې مشر حاجي عبدالقادر امریکا غږ ته وويل چې دوی د ستونزو د حل تر وخت پوري خپل اعتصاب ته دوام ورکوي او ګواښ يې وکړ چې د ولسوالیو او ښارونو ترمنځ لارې به هم وتړي.

نوموړي زیاته کړه: "د لویو لارو پر سر پوستې ډير ظلم کوي غیري قانوني پيسې را څخه اخلي او آن د غوښتنو د نه پوره کیدو پر وخت يې زموږ موټر چلوونکي را وژلي، دغه راز د ترانسپورت نوي وزیر موږ ته ستونزي جوړي کړي موږ غواړو چې زموږ ټول مالیات او اسناد په ګمرکاتو کې طی مراحل شي او دا په هر ځای کې پاټکونه مو له مخې لري شي."

پر همدې مهال د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین امریکا غږ ته وويل چې د ستونزې د بنسټيز حل لپاره هڅي رواني دي.

هغه وويل: "پدې برخه کې څېړنې دوام لري او موږ هڅه کوو چې دا ستونزه ژر حل شي او په بنسټيزه توګه حل شي، وروستیو جزئیاتو ته په تمه اوسی."

د کابل – کندهار او کندهار – هرات لویه لار چې ۱۶ ولایتونونه له پلازميني سره نښلوي تر څنګ يې پاکستان، ایران او ترکمنستان هیوادونو سره هم د ځمکني ټرانزیټ او تګ راتګ یوازنۍ لاره ده.

عمومي باور دادی چې د یادي لارې یوه ورځ بندیدل هم له اقتصادي او هم له ټولنیزه اړخه لوړ زیان لري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG