د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار-کابل په لار په سلگونو مسافر د سیمې خلکو ژغورلي


روان ژمي کې د وارو اورښت د مرغومی میاشت راهیسې پیل شوی
روان ژمي کې د وارو اورښت د مرغومی میاشت راهیسې پیل شوی

د زابل ولایتي چارواکي وايي، د کندهار – کابل لویه لار د دغه ولایت د مرکز کلات او شاجوی ولسوالۍ ترمنځ د سختې واورې د وریدلو له امله د پنجشنبې د مازیګر ( مرغومی ۱۹ مه) راهیسې تړل شوې . وه اوس بیرته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوی ده.

د شاجوی ولسوال وزير محمد جوادي امریکا غږ ته وويل، چې د یو شمیر مسافرو وضعیت نازک دی چې په واورو کې بند پاته وو او شپه یې په خپلو موټرو کې تیره کړې وه.

د زابل ولایت د ټرافیکو مدیر د امریکا غږ ته وویل چې د جمعې په ورځ ناوخته د پولیسو او عامه گټو د وزارت د کارکوونکو او نورو ادارو په مرسته لاره خلاصه شوې او تگ راتگ پرې روان دی. هغه سپارښتنه کوي چې موټرې باید په پخپلو ټیرونو باندې چینونه وتړي چې له ستونزو سره مخامخ نشي.

هغه وویل چې: "د سیمې ځوانانو، په خپله خوښه سره راټول شوي او ٩٠ تنه مسافر یې په شاجوی کې روغتیایي مرکزونو او هوټلونو ته رسولي دي".

سيمه ييز چارواکي وايي، چي په لار کي د واورو له کبله بار وړونکي موټر چپه شوي او تر دوه سوه زيات موټر د لارې خلاصون ته منتظر دي.

د شاجوی ولسوال وزير محمد جوادي امریکا غږ ته وويل،چې د ولسوالۍ په سطحه روغتيايي ټيمونه سمیې ته رسيدلي او يخنۍ وهلي مسافرو ته يې طبي مرستې او خوراکي مواد رسولي دي.

دغه راز د شاجوی د روغتون يوه ډاکتر منصور فرزان امریکا ته وويل، چې روغتیايي ټیمونه سمیې ته رسيدلي او د يوه ۳۰۳ بس مسافر، چې تر نورو زيات تر ګواښ لاندې وو مرسته ورته رسيدلې.

بلي خواته د زابل سيمه ييز چارواکي نيوکه کوي چي موټر چلونکي له ژمنيو وسايلو پرته تګ کوي او د مسافرو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

د زابل مطبوعاتي دفتر وايي چي د لويو لارو د ساتنې پوليسو ته امر شوی چي له چينونو او ژمنيو وسايلو پرته موټرو ته د تګ اجازه ور نکړي.

سږکال د ژمي په را رسيدو سره د افغانستان په جنوبي سيمو کې هم يخ څپه راغلې او ګڼې برخي يې په واور پوښل شوي دي.

دا په تیره یوه اونۍ کې دوهم ځل دی، چې د کابل – کندهار لار د زابل او غزني ولایتونو په مربوطاتو کې د واورو د اورښت له امله بندیږي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG