د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې ځانمرګي برید درې تنه وژلي ۱۵ ټپیان دي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ولایت د چهار اسیاب ولسوالۍ په ریشخور سیمه کې د ځانمرګي برید له امله ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن چهارشنبه اپرېل ۲۹ (غوايي۱۰) ویلي چې دغه ځانمرګی برید نن سهار ۸ بجې شوی دی.

هغه وایي: "نن سهار ۸ بجې یوه ځانمرګي د چهار اسیاب ولسوالۍ په ریشخور سیمه کې د خلکو په منځ کې خپلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړې ده چې له امله یې درې تنه شهیدان او ۱۵ نور ټپیان شوي دي."

د کورنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې په دغه برید کې امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې که نه.

په یاده سیمه کې د افغانستان د ملي اردو د ځانګړو عملیاتو کندډک هم پروت دی.

تر دا مهاله ددغه ځانمرګي برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دغه ځانمرګی برید پر داسې مهال رامنځته کیږي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پای ته رسېدو په اړه غوښتنې زیاتې شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګۍ روانه اونۍ پخپل راپور کې وویل چې په تیرو درې میاشتو کې ۵۳۳ ملکي وګړي په جګړو کې وژل شوي دي.

د یادو ملکي تلفاتو ۵۵ سلنه مسؤلیت د دولت ضد وسله والو ډلو او ۳۲ سلنه نورو مسؤلیت په حکومت پلوه ځواکونو باندې اچول شوی و.

XS
SM
MD
LG