د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې پر یوې خانقا برید شوی او شپږ تنه وژل شوي


برید د کابل ښار په پنځمه حوزه کې د بهادر اغا په نامه یوې خانقا باندې شوی دی.
برید د کابل ښار په پنځمه حوزه کې د بهادر اغا په نامه یوې خانقا باندې شوی دی.

په کابل کې یو شمېر وسله والو کسانو پر یوې خانقا برید کړی دی لږ تر لږه شپږ تنه یې وژلي دي.

برید د کابل په وخت د ماښام په شاوخوا شپږو بجو د ښار په پنځمه حوزه کې د کمپنیو په سیمه کې د بادر اغا په نامه یوې خانقا باندی شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې برید کوونکي په بې غږه تمانچو پر لمونځ کوونکو ډرې کړي دي شپږ تنه يې وژلي او پنځه نور یې ژوبل کړي دي.

اعلامیه وايي پولیسو د ځانګړو عملیاتو پر مهال پنځه مشکوک کسان نیولي دي او لا هم پلټنې روانې دي.

د برید انګیزه لا معلومه نه ده او مسولیت یې هم لا چا اخیستی نه دی.

دا په کابل کې، د خپل ډول لومړنی برید بلل کیږي.

تر دې وړاندې شاوخوا درې کاله مخکې د همدغه ښار په یوې بلې سیمې کې د عاشورا پر مراسمو یو ځانمرګی برید شوی و چې، لسګونه تنه یې ووژل شول او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

XS
SM
MD
LG