د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د هلمند د پخواني والي پر کور ډله ییز بریدونه کړي


د کورنیو چارو وزارت وايي د هلمند والي د برید پر مهال په خپل کور کې نه و.
د کورنیو چارو وزارت وايي د هلمند والي د برید پر مهال په خپل کور کې نه و.

طالبانو د سه شنبې په شپه د کابل ښار د علاوالدین په درې لارې کې د هلمند د پخواني والي محمد نعیم بلوچ پر کور ډله ییز بریدونه کړي دي.

راپورونه وايي لومړی ځانمرګی برید وشو او ورسته بیا نور بریدګر د ښاغلي بلوچ پر کور ورننوتل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ اشنا ته وویل چې د برید پر مهال ښاغلی بلوچ په کور کې نه و او ځانګړي ځواکونه یې سیمې ته رسیدلي چې له برید کوونکو سره په جنګ اخته دي.

د ښاغلي بلوچ کور د افغانستان پارلمان ، روسیې سفارت او یو شمېر نورو مهمو دفترونو او میلمستونونو ته نژدې دی.

طالبانو دعوه کړې چې په کابل کې د افغانستان د استخباراتو پر یوې څانګې برید کړی دی.

تراوسه په پېښه کې د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو په اړه کوم راپور ورکړل شوی نه دی.

د پېښې نور جزییات وروسته راځي.

XS
SM
MD
LG