د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل برید ختم شو، ۳۲ تنه وژل شوي 


په برید کې دوه بریدګر ښکېل و
په برید کې دوه بریدګر ښکېل و

په کابل کې چارواکي وايي له څو ساعتونو برید وروسته د عبدالعلي مزاري د تلین په مراسمو برید ختم شو او دوه بریدګر ووژل شول.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې ۳۲ مړي روغتونونو ته انتقال شوي چې پنځه یې ښځې دي. په برید کې ۵۸ نور ژوبل دي چې اوه یې ماشومان دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د ځینو ټپیانو حالت نازک بللی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي د پېښې قربانیان ټول ملکي وکړي دي. هغه ویلي کیدایشي د قربانیانو په شمېر کې تغیر راشي.

نوموړي وویل چې په برید کې دوه بریدګر ښکېل وو چې له ساعتونو وروسته درې واړه ووژل شول. طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي.

وسله والو د جمعې په ورځ «کب ۱۶مه» تر غرمې مخکې ۱۱:۲۰ دقیقې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي کې پر یادې غونډې له یوې ودانۍ څخه برید پیل کړ.

په غونډه کې د افغان حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، محمد محقق او محمد کریم خلیلي هم ګډون کړی و.

برید د افغانستان د سولې عالي شورا د مشر محمد کریم خلیلي د وینا پر مهال پيل شو چې بیا هغه خپلې خبرې بندې او له سیمې ووت.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یاد برید غندلی او هغه یې د بشریت ضد جنایت بللی د ی.

په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو نننی برید غندلی او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

پخوانی جهادي قوماندان عبدالعلي مزاري ۲۵ کاله مخکې د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو وروسته د هغوی لخوا ووژل شو.

XS
SM
MD
LG