د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې دوو ځانمرګو بریدونو لسګونه کسان ووژل


بریدونه د ښار په نهه امنیتي حوزه کې شوي دي
بریدونه د ښار په نهه امنیتي حوزه کې شوي دي

د کابل ښار د شش درک په سیمه کې دوه پرلپسې ځانمرګي بریدونه شوي دي چې د نهو خبریالانو په ګډون یې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژلي دي.

د کابل د امنیې قومندان داود امین وايي چې په برید کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۴۹ نور ژوبل دي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس او ویاند ډاکټر وحید مجروح وايي چې په برید کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي ۴۵ ژوبل شوي دي. بریدونه د دوشنبې په ورځ (اپریل۳۰) وشول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند د دغو بریدونو په اړه خبریالانو ته د معلوماتو پر مهال وویل،چې شاوخوا اته بجې یو ځانمرګي د موټرسایکل په واسطه برید وکړ، چې د دغه برید په ځای کې نیم ساعت وروسته د خبریالانو په منځ کې دوهم ځانمرګی برید وشو.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې د راپور له مخې په دې بریدونو کې د ازادۍ خبریالان عبادالله حنانزی، سباون کاکړ او د دغې راډیو یوه خبریاله محرم دورانۍ، د اې ایف پي خبري آژانس عکاس شاه مرۍ، یارمحمد توخي د طلوع تلویزیون، غازي رسول او نوروز علي خاموش د یک تلویزیون، علي سلیمي اوسلیم تلاش د مشعل تلویزیون خبریالان او فلم اخیستونکي وژل شوي دي .

همداشان دا کمیټه وايي، په دې برید کې پنځه خبریالان ټپیان شوي هم دي، چې، عمر سبخان د رویټرز آژانس عکاس، ناصر هاشمي د الجزیرې فلم اخیستونکی، داود قیصاني د میوند تلویزیون فلم اخیستونکی، احمدشاه عظیمي د نګاه تلویزیون خبریال او عیار لمر د وحدت ملي اونیزې خبریال شامل دي.

ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې چاودنه شوې

د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ شهراه چوک چې دوه غبرګې چاودنې شوي چې د دغې ولسوالۍ جنايي مدیر پکې وژل شوی، یو پولیس او درې ملکیان په زخمیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل، چې چاودنې پاو کم اته بجې پرلپسې شوي چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپی دی.

خو یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې په دغه چاودنه کې چې د ولسوالۍ څنګ ته د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې د بهسودو ولسوالۍ د جنايي مدیر وژل شوی او یو پولیس او درې ملکیان زخمیان شوي دي.

تر اوسه ددغو چاودنو مسولیت چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG