د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د کابل بانک په ښه والي ډاډ څرگند کړی


دافغانستان حکومت د هېواد د ټولونه معتبر تجارتی بانک د چارو په ښه والي باندی ډاډ څرگندی کړېدی. حکومت داخبری د امرېکا د خپرونو د هغو رپوټونو په ځواب کی کړېدی چې وايي په دغه کمپنی کې جنجالونه او گډوډۍ موجودې دي.

د افغانستان د مرکزی بانک رئیس عبدالقدیر فطرت یوه خبري کنفرانس ته د چارشنبی په ورځ ووېل چې دکابل بانک په مالی لحاظ ښه دی او په کافې اندازه نغدی پېسی لري چې خپل پورونه او مسوولیتونه پرې ادا کاندي.

تردی مخکی دامرېکا معتبرو ورځپاڼو رپوټ ورکړی و چې دافغانستان مرکزی بانک د کابل بانک رئیس او د اجرائیې رئیس دې ته اړ کړی وو چې په اداره کې د بې قاعدگی له امله استعفې وکړي.

هغوی دا رپوټ هم ورکړی و چې د افغانستان مرکزی بانک رئیس شیرخان فرنود ته امر کړی و چې د ١٦٠ میلیونو ډالرو هغه لوکس کورونه چې د خپل ځان او خپلو ملگرو لپاره یې په دوبۍ کې اخیستي دي، تسلیم کړي.

د مرکزی بانک رئیس عبدالقدېر فطرت ووېل د بانک دوه اجراېوی مدېرانو په خپله خوښه استعفې گانی وکړلی چې د نویو اصولو سره سم عمل وکړي.

په نوېو اصولو کې په یوه تجارتی بانک کې د ونډو لرونکي نشي کولای چې د بانک په اداره کې په غټو چوکیو باندې کار وکړي.

ښاغلي فطرت دا هم وویل چې دافغانستان حکومت به د کابل بانک دیوالی کیدو ته پرې نږدي.

د هغه د تبصرو مقصد دا و چې په بانک کې د پېسو سپموونکي وارخطا او پرېشانه نشی او له بانک نه دخپلو پېسو اېستلو ته په بېړه باندی رانشی.

فطرت ووېل چې د کابل د بانک پخوانی رئېس په ځای د مرکزي بانک یو چارواکی مسعود غازي ټاکل شوی دی.

د کابل په بانک کې تقریبا یو بلیون ډالره خلکو اچولی دی، پر دې سربېره د افغان عسکرو، پولیسو او ښوونکیو تنخواه گانی هم د کابل بانک له خوا نه ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG