د لاس رسي وړ اتصالات

د کابلبانک پخوانی مشر آزاد دی، ښارګوټی جوړوي


فیروزي (په ناستو کسانو کې د چپ اړخ څخه لومړی شخص) د مخکني کابل بانک د عمدو شریکانو څخه و
فیروزي (په ناستو کسانو کې د چپ اړخ څخه لومړی شخص) د مخکني کابل بانک د عمدو شریکانو څخه و

د کابل بانک پخوانی شریک خلیل الله فیروزي له زندان خوشې شوی دی او د چهارشنبې په ورځ یې د ښاري چارو له وزارت سره د سمارټ سیټي په نوم د خصوصي ښارگوټي د جوړولو تړون لاس لیک کړ.

د سمارټ سیټي د ښارګوټي د اسنادو د لاسلیک کولو په مراسمو کې د ولسمشر غني د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ لپاره ځانګړي استازي احمدضياء مسعود، د ښاري چارو وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو برخه اخېستې وه.

د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي غونډې ته وویل چې ولسمشر غني داسې حکم صادر کړی، چې د کابل بانک د فساد د قضيي ښکیل او زنداني سهم لرونکي دې خوشي شي، ترڅو پانګونې وکړي او له خپلو پانګونو نه د بانک پورونه ادا کړي.

د ولسمشر حقوقي سلاکار وویل "مونږ وروسته له ډېرو بحثونو دې نتجې ته ورسېدو، چې یو داسې تګلاره جوړه کړو، چې د کابل بانک مقروضین خوشې شي، دوی پانګونې وکړي ترڅو د بانک قرضيې بېرته ورکړي، دا تګلاره د وزیرانو شورا هم پاس کړې ده."

بل لورته د ولسمشر د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ ځانګړی استازی احمد ضيا مسعود وویل خلیل الله فیروزي د سمارټ سیټي د پروژې مهم سهم دار دی، او له دغې پانګونې سره به د کابل بانک پور حکومت ته ورکړي.

د سمارټ سیټي د ښارګوټي دا پروژه د هوايي ډګر د اتیا متره سړک په اوږدو کې په اته شپېته جریبه ځمکه کې تطبیق کیږي.

دا ښارګوټی به ۴۸۰۰ اپارتمانونه ولري، او ابتدائي پانګونه یې د ٩٥ میلیونو څخه تر نهه سوه میلیونو امریکايي ډالره پورې وي.

د ښاري چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالعزیز ابراهیمي وویل پدغه ښارګوټي له دوه سوه ملیونو ډالرو نه تر نهه سوه ملیونو ډالرو پورې دوراني پانګونه کیږي.

د تړون د لاسلیک کولو په غونډه کې د ښاري چارو وزیر سعادت منصور نادري وویل چې له دغه ښارګوټي به حکومت ته تر سلو ملیونو ډالرو پورې عاید په لاس ورشي.

خلیل الله فیروزي او شیرخان فرنود د کابل بانک دوه اصلي سهم لرونکي وو، دا بانک په ۲۰۱۰ کې په پراخ فساد تورن شول. د ولسمشر غني واک ته په رسېدو ددغه بانک دوسیه بیا پرانستل شوه او محکمې خلیل الله فیروزي او شیرخان فرنود زنداني کړل.

که څه هم د ولسمشر حقوقي سلاکار وايي، چې د کابل بانک د سهم لرونکو له زندان د خوشې کېدو تګلاره پخوا جوړه شوې ده خو رسنیو ته پدې اړه هیڅ ندي ویل شوي.

نن د سمارټ سیټي د ښارګوټي د تړون د لاسلیک کولو په مهال د خلیل الله فیروزي په لیدو دا مسئله څرګنده شوه.

XS
SM
MD
LG