د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې چاودنه شوې؛ طالبانو او ملکي خلکو ته تلفات اوښتي


تصویر: آرشیف
تصویر: آرشیف

د طالبانو امنیتي چارواکو تایید کړې ده چې په کابل ښار کې چاودنه شوې او ملکي خلکو ته تلفات اوښتي.

دا چاودنه نن چهارشنبې ۳۱ اګست (وږي نهمه) ماسپښین ۵:۰۰ بجې د خیرخانې کوتل سیمه کې د ۱۷مې ناحیې د ریاست ودانۍ ته څېرمه پېښه شوې چې هدف یې، د عیني شاهدانو په خبره، د طالبانو د امنیتي ځواکونو د موټرو کتار وو.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دغه چاودنه کې ۲ ملکیان وژل شوي او ۳ تنه نور ژوبل دي.

ښاغلي ټکور زیاته کړې ده چې چاودنه په یو "کرولا" ډوله موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو مواد د چاودلو په نتیجه کې رامنځته شوې. هغه ویلي چې په پیښه کې زخمي شوي کسان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي چې، دا برید د طالب ځواکونو د موټرو پر یو کتار شوی چې په بګرام هوايي ډګر کې په یو لړ مراسمو کې له ګډون وروسته د کابل پر لور روان وو.

یو عیني شاهد چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه، امریکا غږ ته وویل چې په پېښه کې د یو "آستانه" ډوله مسافر وړونکي کوچني بس په ګډون دوو موټرو اور اخیستی دی. هغه زیاته کړه چې د طالبانو د موټرو کاروان له سیمې تېرېده چې چاودنه رامینځته شوه.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې له چاودنې وروسته حالت ښيي چې د طالبانو کسان له نظامي بسونو کښته کیږي او د پیښې له ځای څخه ځانونه باسي.

ویل کیږي چې د طالبانو دا سرتیري په بګرام هوايي ډګر کې له افغانستان څخه د وروستیو امریکايي ځواکونو د وتلو د لومړنۍ کلیزې په مراسمو کې د ګډون دپاره تللي وو او کابل ته د راستنېدو پر وخت ورباندې برید شوی دی.

د پیښې په ځای کې یوه بل عیني شاهد امریکا غږ ته وویل چې په چاودنه کې د طالبانو کسانو ته هم تلفات اوښتي او دغه کسان په امبولانسونو کې د پیښې له ځای څخه لېږدول شوي دي.

تر اوسه هیچا ددې چاودنې مسولیت ندی اخیستی.

په تیرو څو میاشتو کې، په کابل او څو نورو ولایتونو کې د طالبانو د موټرو پر کتارونو باندې بریدونه زیات شوي دي چې د ډیرو مسولیت یې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې په غاړه اخیستی دی.

په تیرو نږدې دوو اونیو کې دا د کابل د خیرخانې په کوتل سیمه کې دوهمه چاودنه ده. د اګست په ۱۷مه (زمري ۲۶) ددې سیمې په یوه جومات کې د چاودنې په نتیجه کې ۲۱ تنه مړه او ۳۳ نور زخمیان شول.

XS
SM
MD
LG