د کابل په یوه تور بازار کې چې د بوش د بازار په نامه شهرت لري، امریکايي پوځیانو ته منسوب وسائیل او لباسونه په کې خرڅیږي، خو دا هم ویل کیږي چې سوداګر دا وسائیل له چین څخه را انتقالوي د امریکايي عسکرو د وسائیلو په نوم یې پلوري.
دغه بازار له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو شاوخوا درې اونۍ وروسته له مشتریانو تش معلومیږي.
دغه بازار چې د ګېټرود د غیرالکولي مشروباتو، پوځي بوټونو او خوراکی موادو له کریټونو ډک و، د بهرنیانو لپاره د سودا د اخیستو په زړه پورې ځای ګڼل کېده.
د شاکرالله په نامه یوه دوکاندار رویټرز ته وویل: "کله چې په افغانستان کې امریکایان موجود وو، دلته راتلل او له مونږ څخه یې ډیرشیان اخیستل. اوس د امریکايي شیانو ډیر لږ خرید او فروش کیږي."
امریکايي پوځیان د اګست د میاشتې په دیرشمې له افغانستان څخه په بشپړ ډول ووتل، د دوی د وتلو بهیر له بې نظمۍ سره مل و. د تخلیې د عملیاتو د بهیر په مهال داعش-خراسان ډلې ځانمرګی برید وکړ، شاوخوا ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکایان یې ووژل.
د جعفر په نامه یوه بل دوکاندار چې کمرې، ساعتونه ګوشکۍ او عینکې خرڅوي وویل، ډیر هغه کسان چې ددغو شیانو د اخیستو وس یې درلود له هیواده وتلي دي. هغه وویل: "په دې ورځو کې فروشات بیخي په ټپه ولاړ دي. خلک پیسې نه لري، پیسه داره خلکو وطن پرې ایښی او مونږ مشتریان نه لرو."
د بوش بازار ، افغانستان ته د امریکایانو له راتګ سره سم پرانیستل شو. ویل کېدل چې په ۱۹۸۰ کلونو کې کله چې افغانسان د پخواني شوروي له خوا اشغال شوی و، دې بازار ته ورته بازار موجود و چې د برېژنف د بازار په نامه مشهور و او زاړه روسي شیان په کې خرڅېدل.