د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: په افغانستان کې ترهګرۍ ضد عملیات نه دي پیشبیني شوي


د شمالي اتلانتیک د تړون یا ناټو پوځي مشرانو د شنبې په ورځ سپتمبر ۱۸ ( وږي ۲۷) د یونان په پلازمینې آتن کې په جوړې شوې غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د بېرته فعالېدو مخه نیول یې یو مهم اوکلیدي هدف دی خو د اوس لپاره د ناټو له خوا هلته د ترهګرۍ ضد د کوم ماموریت وړاندوینه نه ده شوې.

د ناټو د پوځي کمیټې مشر امیرالبحر راب باور د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع له وزیرانو سره تر کتنو وروسته خبریالانو ته وویل چې له افغانستان څخه د رامنځته کېدونکي ترهګریز ګواښ په اړه اندېښمن یو ، خو واضحه یې کړه چې په دغه هیواد کې د ناټو له خوا د عملیاتو کول د دوی په اجنډا کې شامل نه دي.

هغه وویل: "داپه دې معنی نه ده چې دغه ډول عملیات به په راتلونکي کې ترسره نه شي . خو تر اوسه پورې ورباندې بحث نه دی شوی."

د ناټو ټړون د دوهم نړیوال جنګ له پای ته رسېدو څوکاله وروسته د ساړه جنګ پرمهال د پخواني شوروي اتحاد او د وارسا له تړون سره د مقابلې لپاره چې غړي یې پخوانی شوروي اتحاد او د ختیځې اروپا کمونیستي هیوادونه وو، جوړ شو. د دغه تړون مهم غړي د امریکا متحده ایالات، کاناډا او دلویدیځې او شمالي اروپا مهم هیوادونه لکه برتانیه، فرانسه، جرمني، ناروې او بلجیم دي.

د ناټو تړون د غړو هیوادونو زرګونو عسکرو په افغانستان کې د امریکا په شل کلن حضور کې ماموریتونه کړي.

دوی له طالبانو سره د جګړې تر څنګ د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو په روزنې او تجهیز کې ونډه درلوده او دجګړې په مهال یې یو شمېر سرتیري وژل شوي او ټپي شوي هم دي. د ناټو تړون په افغانستان کې د آیساف او قاطع ملاتړ ماموریتونو مشري هم کوله.

د دغه تړون ځواکونه هم له امریکايي ځواکونو سره یوځای له افغانستان څخه ووتل.

XS
SM
MD
LG