د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار کې موټر بم چاودنې ۴ ملکیان وژلي ۳ ټپیان دي


عکس له ارشیف نه
عکس له ارشیف نه

نن جمعه سهار ۸ بجې او ۴۰ دقیقې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د بهرنیو ځواکونو پر موټریز کاروان موټر بم چاودنه شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د «غبرګولې پر لسمه» د یاد خبر په تائید سره ویلي،چې غه چاودنه د نهمې امنیتي حوزې په قلعه وزیر سیمه کې رامنځته شوې ده.

نصرت رحیمي ویلي:"له چاودېدونکو موادو یو ډک موټر د بهرنیو ځواکوانو پر موټر چاودنه کړې."

ښاغلي رحیمي ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له‌مخې په دغه چاودنه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د مرګ ژوبلې په شمېر کې کېدای شي تغیر راشي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دغه چاودنه کې نړیوالو ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه بې خبري وښول، خو وايي چې کره جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

تر چاودنې وروسته د کابل ښار او جلال اباد اډې ترمنځ عمومي جاده د افغان ځواکونو لخوا د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د دغه چاودنې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په دغه ځانمرګي برید کې لس نړیوال سرتېري وژلي دي.

خو په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

پرون پنجشنبه هم د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د افغانستان د ملي دفاعي پوهنتون پر محصلینو چاودنه کې ۶تنه وژل شوي و او یو شمېر نور یې ټپیان کړي و.

XS
SM
MD
LG