د کابل والي ویلي دي چې د کابل ښار د ۳۵۰ زره کورنیو د اوبو او بریښنا د یوې دورې محصول بخښل شوی دی.
د کابل والي زمحمد یعقوب حیدري د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۸ (غبرګولي ۸) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ددې کورنیو د بریښنا محصول د کروناویروس سره د مبارزې د بېړنۍ کمیټې له لورې ورکړل شوی دی.
د کابل ښار کې د کروناویروس د ځبریدو له وجې په ګرځیدو باندې محدودیتونه د سختې بیکارۍ سبب شوي او ددې ښار زیات شمیر کورنیو ته یې اقتصادي ستونزې رامنځ ته کړي دي.
د کابل والي وویل چې د زیات شمیر ښاریانو له شکایتونو وروسته چې د اوبو او بریښنا د بیلونو د پرې کولو توان یې نه درلود، تصمیم ونیول شو چې تر څو د هغو کسانو محصول چې د بریښنا لګښت یې ۱۰۰۰ افغاني وي د کروناویروس سره د مبارزې د بیړنۍ کمیټې له لورې ورکړل شي.
ښاغلي حیدري وویل چې دغه ۳۵۰ زره کورنۍ چې شاوخوا یو نیم میلیون کسان کیږي د کابل ښار د بریښنا شرکت او د اوبو رسولو د ادارې د مشتریانو نیمایي برخه ده.
پدې ترڅ کې د آزادۍ رادیو د کابل والي له قوله رپوټ ورکړی چې د کابل ښار کې د کروناویروس د مخنیوي لپاره یو شمیر لګول شوي محدودیتونه یو څه کم شوي خو د هغه په وینا "لا هم قرنطین دوام لري".
دا پداسې حال کې دي چې په افغانستان کې له تیرو لسو ورځو راهیسې په کروناویروس د اختهو کسانو شمېر په بېساري ډول مخ په زیاتېدو دی خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې د طبي تجهیزاتو د کموالي خبرداری ورکړی دی.
په افغانستان کې په تېره یوه شپه او ورځ کې د ۵۸۰ تازه مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۱۳زره او ۳۶ تنو ته رسیدلی دی.