د لاس رسي وړ اتصالات

محکمې د فرخندې د وژلو په اړه پریکړه وکړه


محکمې د ۴۹ تنو تورنو له ډلې زین العابدین، محمد یعقوب، محمد شریف او عبدالبشیر ته د اعدام سزا واوروله.
محکمې د ۴۹ تنو تورنو له ډلې زین العابدین، محمد یعقوب، محمد شریف او عبدالبشیر ته د اعدام سزا واوروله.

د کابل لومړنۍ محکمې نن د چهارشنبې په ورځ د فرخندې د قتل د قضیې د ۴۹ تورنو له ډلې څلور تنو ته د اعدام سزا، اتو تنو ته د شپاړس، شپاړس کلنو تنفیذي بند سزا واوروله او اتلس تنه نور یې بری الزمه اعلان کړل.

په همدې توګه، د کابل د دریمې حوزې د لومړی محکمې رئیس صفي الله مجددي ټول هغه کسان چې د فرخندې په قتل کې برخه لرله او تراوسه لا نیول شوي نه دي د عدلي تعقیب امر ورکړ.

قاضي وویل " او هغه کسان چې په قضیې کې یې لاس درلود، د عدلي تعقیب وړ دي، کشفي ارګانونه مکلف دي چې د هغوي په نیولو کې اقدام وکړي".

دغې محکمې پهلوان نومی د فرخندې د قتل په قضیه کې یو اصلي تورن په توګه یاد کړ وویل چې د هغه سربیره پاچا، محمد حسن او یو شمیر نور چې د فرخندې په وژلو کې یې لاس درلود د عدلي تعقیب لاندې دې ونیول شي.

محکمې زین العابدین، محمد یعقوب، محمد شریف او عبدالبشیر ته د اعدام سزا واوروله.
غیاث الدین، سیف الرحمان، حسیب الله، اکرام ادین، غلام محمد، عبدالفتاح، محمد عمران او مهمند ته د شپاړس، شپاړس کلونو بند سزا ورکړه.
قاضي صفي الله مجددي وویل چې د محکمې پریکړه وروستۍ نه ده او په سزا محکوم شوي کسان د استیناف غوښتنه کولی شي.
دغې محکمې اتلس نورتورن بری الزمه اعلان کړل.

دغه راز، د محکمې رئیس د ۱۹ تورنو پولیسانو پر دوسیو د غور او څیړنې یادونه هم وکړه او و یې ویل چې د هغوی په اړه به راتلونکې یک‌شنبې محمکمه خپله پریکړه اعلان کړي.

د محکمې نننۍ غونډې ته د فرخندې د کورنۍ غړي هم راغلي وو او قاضي ترې وغوښتل چې محکمې ته خپلې غوښتنې وړاندې کړي.

د فرخندې مور او پلار له محکمې څخه وغوښتل چې د هغوی د لور وژونکي ته سزا ورکړي او عدالت پر څای کړي.

XS
SM
MD
LG