د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د شپږېزې دریمه ورځ: زمریان او نهنگان بریالي شول


د سپین غر زمریان د یوې ماتې نه پس دریمه لوبه کې بیا بریالي شول.
د سپین غر زمریان د یوې ماتې نه پس دریمه لوبه کې بیا بریالي شول.

پنجشنبه د کابل د کرکټ په نړیوال میدان کې د شپږېزې د ټورنامنټ دریمه ورځ وه چې دوه لوبې پکې وشوې. په دې ورځ د امو نهنګانو لوبډلې د بست ساتونکو ته او د سپین غر زمریانو د کابل بازانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دریمې ورځ لومړۍ لوبه
لومړۍ لوبه چې د آمو نهنګانو او د بست ساتونکو لوبډلو ترمنځ وه، پچه یې د آمو نهنګانو کپتان جاوید احمدي وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه.

د بست ساتونکو لوبډلې د سیالۍ په ټاکلو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۰ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۴۱ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې عمران جنت ۵۲ او خیبرعمر ۴۳ منډې جوړې کړې. آمو نهنګانو لوبډلې له لوري جاوید احمدي د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.

کابل کې د کرکټ مینه وال د خاصې مینې سره میدان ته ورځي
کابل کې د کرکټ مینه وال د خاصې مینې سره میدان ته ورځي


په ځواب کې د آمو نهنګانو ټیم ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۹ اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره ترلاسه کړ چې له ډلې یې میرویس اشرف ۴۳ منډې جوړې کړې.

د بست ساتونکو لوبډلې له لوري عبدالله مزاري د سیالې لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول. د سیالۍ غوره لوبغاړی د امو نهنگانو کپتان او غوره توپ اچونکی جاوید احمدي ونومول شو.

د ورځې دویمه سیالي

د شپږیزې دویمه سیالي د کابل بازانو او د سپین غر زمریانو ترمنځ ترسره شوه. د دغې لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلی مشر اصغر ستانکزي وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه.

دوی د سیالۍ په ۱۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۰۵ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۰۶ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې زبیر شینواري ۴۱ منډې جوړې کړې. د کابل بازانو ټیم هغه شان ونه ځلید لکه څنگه چې اوله لوبه کې ځلیدلی و.

مسلم موسی د سپین غر زمریانو د لوبې غوره لوبغاړی
مسلم موسی د سپین غر زمریانو د لوبې غوره لوبغاړی

ځوابي لوبه کې سپین غر زمریانو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۶ اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې سمیع آفریدي ۴۴ منډې جوړې کړې.

سمیع افریدی د خیبر پښتونخوا نه د میلمه لوبغاړي په توگه ټورنامنټ کې برخه اخلي. د کابل بازانو لوبډلې توپ اچونکو له لوري راشد ارمان د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول خو دا چې د سپین غر بازانو له لوري مسلم موسی غوره توپ اچونه کړې وه، نو د سیالۍ غوره لوبغاړی هم مسلم موسی ونومول شو.

جاوید احمدي د امو نهنگانو کپتان او د لوبې غوره لوبغاړی
جاوید احمدي د امو نهنگانو کپتان او د لوبې غوره لوبغاړی


د بریالیو ټیمونو د کپتانانو خبرې:

د امو نهنگانو کپتان جاوید احمدي د امریکا غږ اشنا راډیو په ژوندۍ خپرونه کې د خپل بري په اړه وویل چې موږ لومړۍ لوبه کې ناکامۍ نه زر درس واخیست او دویمه لوبه کې مو دغه زده کړه په بریا بدله کړه. هغه وویل چې کابل کې هوا سړه ده نو په توپ وهنه او نیونه کې مشکلات وي. نو ځکه ډیرې منډې نه کیږي. هغه وویل چې هیله لري چې راتلونکې لوبې به هم وگټي او د دویم ځل به د دې سیالیو قهرمان شي.

د سپین غر زمریانو کپتان شفیق الله شفق د امریکاغږ آشنا راډیو سره ژوندۍ خپرونه کې برخه واخیسته او د اوریدونکو د پوښتنو ځوابونه ېې هم ورکړل.

د شاهپور ځدران ټیم بست ساتونکي د ټولو نه شاته دی
د شاهپور ځدران ټیم بست ساتونکي د ټولو نه شاته دی

هغه وویل چې دی خوشاله دی چې ټیم ېې د یوې ماتې او دوه بریو سره د شپږو ټیمونو په سر کې دی او هڅه به کوي چې دغه اول مقام همداسې تر اخره وساتي.

د دریو ورځو نه پس په جدول کې د شپږ ټیمونو یو د بل پسې ولاړ دي.

شپږیزه کرکټ .د ټیمونو جدول

نومرې

بایللې

گټلې

کړې لوبې

ټیم نوم

شمیره

۴

١

٢

٣

سپین غر زمریان

١

٢

١

١

٢

امو نهنگان

٢

٢

١

١

٢

کابل بازان

٣

٢‏

١

١

٢

بند امیر ښاماران

۴

٢

٠

١

١

مس عینک اتلان

٥

٠

٢

٠

٢

بست ساتونکي

٦

هر ټیم پینځه لوبې لري. چې د سر څلور ټیمونه به سیمی فاینل ته ووځي. فاینل د نومبر په دولسمه دی

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG