د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې ۹۰ زره کورونه په برښنا روښانه کیږي


کابل ښار ۶۰۰ میګاواټو برښنا ته اړتیا لري.
کابل ښار ۶۰۰ میګاواټو برښنا ته اړتیا لري.

د برښنا شرکت د کابل ښار د اووم او دولسم جنکشنونه له انالوګ سیسټم څخه ډیجیټل ته واړوه، چې لدې لارې به شاوخوا ۹۰ زرو کورونو ته برښنا برابره شي.

که څه هم چې د برښنا پخوانی انالوګ سیسټم یوه ستونزه ګڼل کیږي، خو د برښنا شرکت چارواکي باور لري چې په نوۍ تکنالوژۍ سمبال جګشنونه به د برښنا انرژۍ په رسولو کې شته ننګونې له منځه یوسي.

نږدې یوه میاشت مخکې د بغلان په ډنډ شهاب الدین سېمه کې د برښنا څو ستنې غورځول شوې وې چې له امله ېې پلازمېنې ته غځېدلې مزې پرې شوې وې.

د برښنا شرکت اجرائیوي رئیس، قدرت الله دلاوري امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي چې پلازمینه اوس د برښنا له کمښت سره مخامخ نده. د نوموړي په وینا ټولې زیانمې شوې پاېې بیرته رغول شوي او ښاریانو ته په منظمه توګه برښنا رسول کیږي.

کابل ښار دمګړۍ شاوخوا ۴۳۰ میګاواټه برښنا لري، په داسې حال کې چې دغه ښار ۶۰۰ میګاواټو برښنا ته اړتیا لري.

د افغانستان یو زیات شمېر سېمې د تاجکستان او ازبکستان څخه په واردتي برښنا روښانې دي. یواځې له ازباکستان څخه ۲۸۰ میګاواټه برښنا لیږدول کیږي چې تر ډیره د کابل برښنا تامینوي.

احمد شکیب دوست، امریکا غږ

XS
SM
MD
LG