د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې ځانمرکي برید ۱۵ تنه ووژل


تصویر د نننۍ پېښې نه دی
تصویر د نننۍ پېښې نه دی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د کابل ښار په اولسمه ناحیه کې یو ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۵ تنه وژلي او ۶۰ ژوبل شوي دي.

ویل کیږي بریدګر یو انتخاباتي مرکز ته تررسېدو مخکې ځان الوزولی دی. په زخمیانو کې امنیتي کسان هم شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت یو چارواکي ویلي دي چې یو شمېر زخمیانو روغتونونو ته انتقال کړل شوي دي.

دا برید داسې مهال کیږي چې په کابل او نورو ولایتونو کې ټاکنې روانې دي او شاوخوا ۷۰۰۰۰ امنیتي ځواکونو د دغو ټاکنو د امنیت لپاره ګمارل شوي دي.

د دغه پېښې نور جزیات وروسته خپریږي

XS
SM
MD
LG