د لاس رسي وړ اتصالات

کابل د سختو بریدونو وروسته یو"امن زون" جوړوي


د می په یودیرشمه د کابل په زړه کې د ټرک چاودنه وشوه او ۵۱ کسان پکې ووژل شوو.
د می په یودیرشمه د کابل په زړه کې د ټرک چاودنه وشوه او ۵۱ کسان پکې ووژل شوو.

د افغانستان امنیتي ادارې غواړي د کابل په هغو مرکزي ساحو کې نوي امنیتي تدابیر ونیسي چې بهرني سفارتونه او حکومتي ادارې پکې موقعیت لري. همدا ساحې پدې وروستیو کې د خونړیو انتحاري حملو شاهده وه چې په سلګونه خلک يي ووژل او زخمي کړل. همدا نا امني د لویدیځ تر ملاتړ لاندې د افغانستان په حکومت باور زیانمن کړې دی.

د می میاشتې په یودیرشمه نیټه د کابل په زړه کې د ټرک چاودنه وشوه او لږترلږه یوسلو پنځوس کسان پکې ووژل شوو. دا چاودنه د ۲۰۰۱ کال وروسته چې د امریکا په مشرۍ طالبان لری کړل شوو، ترټولو لوی برید وګڼل شو. تردی حملې دوه میاشتې وروسته د ښار په مهمو څلورلارو کې امنیتي سکینرونه او کمرې نصب شوې.

په کابل کې د سږکال خونړۍ چاودنه د جرمني سفارت ته څیرمه وشوه.
په کابل کې د سږکال خونړۍ چاودنه د جرمني سفارت ته څیرمه وشوه.

د کابل د امنیې قوماندانۍ سرپرست قوماندان سلیم إحساس د رویترز خبري اژانس ته نن وویل چې "په کابل کې د امنیتي پلان او نویو تدابیرو لپاره، يولیسو د ځنی عملي اقداماتو لپاره طرحې جوړې کړي دي او د دیپلوماتیکو ساحو مصؤنیت ته يي پکې لمړی توب ورکړې."

د قوماندان احساس په وینا د امنیتي تدابیرو نه يي هدف دادی چې دیپلوماتیکو ساحو کې مناسب امنیت تامین شي او بیا همدا پلان د کابل نورو ساحو او ولسوالیو ته وغزوي.

نوې اقدامات په داسی وخت کې کیږي چې د یوې خوا د امریکا حکومت د آفغانستان لپاره په یوې نوې ستراتیژۍ جوړولو بوخت دی او څرګندیږي چې د ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو په مشرۍ د ایتلافي قواو د محاربوي ماموریت پای ته رسیدو وروسته، امنیتي وضعیت څومره سخت شوی دی.

قوماندان سلیم إحساس وايي "په پام کې لرو چې په خپلو امنیتي پوستو کې د تلاشۍ سیار سکنرونه نصب کړو او د پلټنو لپاره به امنیتي تازي سپي هم ولرو ترڅو دیپلوماتیکوساحو کې ښه امنیت تامین کړو."

سره لدی چې کابل هیڅکله د بغداد په څیر «ګرین زون» یا خوندي ساحه په رسمي ډول نه وه مشخصه کړې، خو د کلونو په تیریدو سره د کابل مرکزي ساحه په بیساري ډول په نظامي زون او وسله والو امنیتي پوستو او د چاودونو ضد کانکریټي دیوالو بنده کړې ده.

د کابل ښار اوسیدونکي د امنیتي وضعیت د ښه کیدو لپاره هیله څرګندوي.
د کابل ښار اوسیدونکي د امنیتي وضعیت د ښه کیدو لپاره هیله څرګندوي.

د کابل ښار ځنی اوسیدونکي پدې وضعیت اندیښمن دي خو هیله من ښکاري. د فریدون خان په نوم د کابل ښار یو اوسیدونکي وویل په ټول أفغانستان کې د امنیتي وضعې په اړه اندیښمن دی. د فریدون خان په باور خلک د بی وزلۍ او ولګې دومره شکایت نلري او نه به لدې امله مړه شي، خو د ولسمشر غني نه هیله لري چې هیواد کې امن تامین کړي.

د عبدالرازق په نوم د کابل یو بل اوسیدونکي وویل نا امني ډیره ده خو د نویو امنیتي پلانونو سره خلکو ته هیله پیدا شوې چې وضعیت به ښه شي او د امنیتي مقاماتو هیله لري چې خپل امنیتي پلانونه هرڅه ژر تطبیق کړي.

دا ښار اوس په افغانستان کې د ملکي خلکو لپاره یو له خطرناکو ساحو بلل کیږي، ځکه د ملګروملتونو د ارقامو له مخې په یوه انتحاري حمله کې ۲۰۹ کسان ووژل شوو او۷۷۷ تنه نوز زخمیان شوو، او د همدې کال په نیمایي کې پرله پسې خونړي بریدونه هم وشوو.

XS
SM
MD
LG