د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار او هلمند کې حامد کرزي په ملاتړ پراخه غونډې شوي


اعتراض کوونکو د پخواني جمهوررئیس په ملاتړ شعارونه هم ورکول
اعتراض کوونکو د پخواني جمهوررئیس په ملاتړ شعارونه هم ورکول

د کندهار په ولایت کې د دوهمې ورځې لپاره لاریون کوونکو د دغه ولایت په اوږدو کې د کابل- کندهار او کندهار – هرات لاره پخواني جمهورئیس حامد کرزي ته د سپکاوي په اعتراض کې د یو څه وخت لپاره بنده کړې وه.

دغو اعتراض کوونکو هغه کړنې چې د اعتراض کوونکو پر وینا د افغانستان د پخواني جمهوررئیس استاد برهان الدین د پنځم تلین په غونډه کې ددغې غونډې د یو شمیر ګډون کوونکو له خوا څرګندونې د افغانستان پخواني جمهوررئیس حامد کرزي ته سپکاوی ګڼل کیږي په کلکه وغندلې او دا ډول کړنې یې د افغانستان د قومونو ترمنځ د ملي وحدت پر خلاف وبللې.

اعتراض کوونکو د کندهار په ختیځ کې د کابل – کندهار لاره او لویدیځ کې د هرات – کندهار لاره د اعتراض په توګه د یو څه وخت لپاره نن بیا وتړله.

دغو اعتراض کوونکو بیا په یوه لویه غونډه کې برخه واخیستله او په کابل کې د تیرې جمعې د ورځې په غونډه کې د حامد کرزي پر خلاف شعارونو ورکوونکي یې په کلکه وغندل.

همداشان نن د هلمند ولایت په مرکز کې د مدني ټولنې، د قومونو مشرانو، مخورو په سلګونو کسانو په یوه غونډه کې حامد کرزي ته سپکاوی په سختو ټکو وغنده.

ددغو غونډو وړاندې تیره ورځ هم په کندهار کې ددغه ولایت د پولیسو د مشر جنرال عبدالرازق په یو خبرې کنفرانس کې په کابل کې د استاد برهان الدین رباني په پنځم تلین کې د جمعې د ورځې په جوړه شوې غونډه کې پخواني جمهوررئیس حامد کرزي ته شوی سپکاوی په کلکه وغنده.

همداشان تیره ورځ هم لاریون کوونکو د کابل کندهار او هرات لویه لاره د زابل په ولایت کې تړلې وه.

همداشان د بدخشان د علماو شورا هم په یوه غونډه کې چې د استاد برهان الدین رباني د پنځم تلین په مناسبت نن په فیض اباد کې جوړه شوې، حامد کرزي ته سپکاوی په کلکه وغنده.

همداشان ټاکل شوې چې نن له غرمې وروسته پخواني جمهوررئیس حامد کرزي ته د سپکاوي د غندلو لپاره یوه غونډه جوړه شي.

په کابل کې د جمعې د ورځې په غونډه کې چې د لویې جرګې په خیمه کې د افغانستان د پخواني جمهوررئیس استاد برهان الدین رباني د پنځم تلین په مناسبت جوړه شوې وه، کله چې استاد سیاف خبرې کولې د غونډې یو ګډونوال د افغانستان د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي په خلاف شعارونه ورکول پیل کړل، چې د یو شمیر نورو له خوا بدرګه شول چې ورسره دا غونډه هم د یوې شیبې لپاره وځنډیدله.

که څه هم هم د بلخ ولایت سرپرست او د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور او هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي د ګوند رئیس صلاح الدین رباني په دې غونډه کې د حامد کرزي پروړاندې په شوي عمل تاسف څرګند کړ، خو د جمعیت اسلامي د ګوند دواړو مشرانو له ښاغلي کرزي بخښنه ونه غوښتله.

په دې غونډه کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم حاضر وو.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG