د لاس رسي وړ اتصالات

کابل – کندهار لویه لاره لا هم تړلې ده


د کابل - کندهار لویه لار
د کابل - کندهار لویه لار

په سلګونه مسافر د کابل – کندهار د لوې لارې د بندیدو له امله د غزنی ولایت د قره باغ او مقر ولسوالیو په نوغي، شهباز،ناني او ملا نو بابا سیمو کې بند پاتې دي.

سره له دې چې یو شمېر مسافر بیرته کندهار ته تللي خو هغوې وایې، د لویې لارې تړل کیدل د خلکو ستونزې څو برابره کړیدي او په سیمه کې بند ناروغان، ماشومان او زنانه په بد حالت کې وخت تېروي .

یو تن مسافر حمید الله امریکا غږ اشنا راډیو ته پدې هکله داسې وویل " له دریو ورځو ورسته مونږ بیرته قلات ته ستانه شوو، طلبانو د سړک په هر لس کیلومټري کې ماینونه خښ کړي دي "

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د کندهار کابل د لارې د بندیدو علت د افغان حکومت د مخالفو وسله والو له خوا د غزني يه ځینو برخو کې د ماینونو ښخول ګڼي او وایی چې د لارې د حلاصون لپاره کار وان دی.

ښاغلي صدیقي نن ماسپښین په کابل کې خبریالانو ته وویل چې امنیتي ځواکونه د مسافرو سره په تماس کې دي او څنګه چې ماینونه پاک شي دا لاره به بیرته د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شي.

همداشان د غزني ولایت چارواکي وایې، کله چې طالبانو پر غزني ولایت تر حمله وروسته ماته وخوړله، نو د جګړه فشاریې د کابل- کندهار په لویه لار اچولی دی.

د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي وایې، چې جګړه د قره باغ او مقر ولسوالیو په اسفند، شهباز، نوغي، ملانوح بابا سیمو کې روانه ده او امینتي ځواکونو هڅه کوي چې د کابل – کندهار لویه لارې له طالبانو بیرته ونیسي "

د غزني مرستیال والي وویل، د ملی اردو او ځانګړو قطعاتو ځواکونو له تېرې نیمې شپې راهیسې عملیات پیل کړي، چې پدې ترڅ کې ۴۵ تنه وسله وال وژل شوي او په وژل شویو کې د ملا عبدالرحمان واعظ، ملااوبوس او قوماندان مخلص په نامه د طالبانو وتلي قوماندان هم شامل دي او ملاشیر اغا او قوماندان عاکف ژور ټپیان دي.

خو وسله والو طالبانو پدې اړه څه ندي ویلي. د کابل ښار اوسیدونکی خان اقا حافظي چې تازه له ایران څخه هیواد ته راستون شوئ وایې، درې ورځ وړاندې د کابل په لور حرکت کړی و خو د لارې د بندیدو له امله بیرته قلات ښار ستون شوئ دی

د غزني ولایت د ولایتي شورا مرستیال عبدلجامع جامع په امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل" په هره دوه سوه کیلومتري د امینتي ځواکونو پوستې دي، خو ددغو پوستو امینتي ځواکونه له طالبانو سره جکړه نه کوي او نه هم کومه مرګ ژوبله لري"

ښاغلی جامع زیاتوي " اوس په غزني ښار کې امینتي وضیعت ښه شوئ خو سله والو طالبانو جګړه د کابل – کندهار لویې لارې ته غځولې ده "

د غزني د مرستیال والي په وینا، هڅه کیږي چې نن د کابل – کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخل پرانستل شي. که څه هم تېره ورځ د ملي اردو ځانګړي ځواکونه غزني ولایت ته رسیدلي، خو له دریو ورځو راهیسې د کابل – کندهار لویه لاره د وسله طالبانو د بریدونو او خښ شویو ماینونو له کبله د ترافیکو پر مخ تړلې پاتې ده.

دغزني ولایت چارواکي وایې ، چې ۲۵۰۰ وسله وال د غزني ولایت له ور څیرمو ولسوالیو او سیمو څخه راغلي او ددغې لارې په اږدو کې له امینتي ځواکونو سره په جګړو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG