د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل – کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه


د میدان وردګو پولیس وايي طالبانو غوښتل چې د کابل - کندهار لویه لار وتړي خو بریالي نه شول.
د میدان وردګو پولیس وايي طالبانو غوښتل چې د کابل - کندهار لویه لار وتړي خو بریالي نه شول.

د میدان وردګو ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ لسګونو وسله‌والو طالبانو د کابل – کندهار د لویې لارې په اوږدو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې له امله یې دغه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه خو اوس بیرته پرانیستل شوې ده.

د میدان وردګو ولایت د پولیسو ویاند نقیب امیني امریکا غږ ته وویل، د سې شنبې په ورځ سهار اته بجې شاوخوا شپیتو تنو وسله‌والو طالبانو د میدان وردګو ولایت په شاتر او سلطان‌خیل، د زابل په شاه‌ جوی او د غزني ده یک، قره باغ او اندړ سیمو کې، د کابل کندهار د لویې لارې د تړلو په موخه پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

د ښاغلي امیني پر وینا، افغان امنیتي ځواکونو له وسله‌والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې د دغې ډلې ۲۵ جنګیالي وژلي، ۳۰ کسه یې ټپیان کړي او دوه ځانمرګي بریدګر یې له چاودیدونکو توکو ډک موټر سره یو ځای نیولي دي.

هغه وویل "له نیکه مرغه دوی بریالي نشول او درانه تلفات ورته واوښتل، پرون مازدیګر څلور بجې موږ بیرته لاره پرانیستله او اوس د ترافیکو تګ راتګ جریان لري".

د میدان وردګو د پولیسو ویاند زیاته کړه، چې په دې عملیاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو شپږ سرتیري ټپیان شوي او یو ملکي وګړی د وسله‌والو طالبانو د توغندي ویشتلو په نتیجه کې وژل شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي، چې پرون د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په خواجه بازار او عزیز قلعه سیمو کي د افغان ځواکونو د یرغلیزو عملیاتو پر مهال، د افغان دولت ۳۰ کسه وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۵۷ نور ټپيان شوي دي.

په بیان کې راغلي "په وژل شويو ترهګرو کې د ۹ تنو بهرنیو جګړه مارانو جسدونه هم پیژندل شوي او د سره صلیب کمیټې ته سپارل شوي دي. اوس‌مهال د کابل غزني او کابل هرات لویه لار د ملکی ترافیکو پر مخ پرانیستې او په امنیتي لحاظ خوندي ده".

د افغان امنیتي چارواکو پر وینا، د طالبانو د برید په اړه یې له مخکې معلومات درلودل او ورته یې بشپړ چمتوالی نیولی وو.

دوی وايي، افغان ځواکونو د ملکي وګړو د مر‌ګ‌ژوبلې او د طالبانو له خوا د هغوی د برمته کیدو د مخنیوي لپاره، د کابل – کندهار لویه لار تړلې وه.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG