د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ـ کندهار لار د خلاصولو هڅو نتیجه نده ورکړې


د کابل ـ کندهار لار د شنبې له ورځي د غزني د قره باغ د ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو د دوو ملکي وګړو د وژلو په اعتراض کې تړلې ده
د کابل ـ کندهار لار د شنبې له ورځي د غزني د قره باغ د ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو د دوو ملکي وګړو د وژلو په اعتراض کې تړلې ده

د کابل ـ کندهار لویه لار نن د پنځمې ورځې لپاره هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

د کابل ـ کندهار لویه لار د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسیدونکو د دوه ملکي کسانو د وژل کیدو په غبرګون کې د شنبې له ورځی را پدېخوا تړلې ده.

د دغه لاریون یو تنظیمونکي انجنیر صدیق الله ذهین وايي، د تېر په پرتله د لاریون کونکو شمېر هم زیات شوی دي.

هغه وايي، له مرکز څخه پلاوی راغلی خو تر اوسه یې د دوی غوښتنې نه دي منلي او دوه کسان لا هم د سیمه ییزو پولیسو سره بند پاته دي او چارواکي يې هم د راخوشي کولو هڅه نه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د کابل ـ کندهار لویه لار هم دوی بنده ساتلې او د غوښتنو د عملي کیدو تر وخته به خپل لاریون ته دوام ور کړي.

ده وویل، پر دغه لاره د مسافرو نهه بسانو ته اجازه ورکړل شوې چې په لاره کې بند پاتي وه او د کابل لوري ته تللي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي چې د لاریون کوونکو سره د خبرو لپاره له مرکز څخه دوهم پلاوی د اسدالله وفا په مشرۍدغه ولایت ته ورغلی او د خلکو سره په خبرو بوخت دی.

دی وايي، پلاوی هڅه کوي چې د لاریون کوونکو سره په لیکلي بڼه یوې پایلي ته ورسیږي او اوس یې خبري رواني دي.

په کندهار کې د مسافر وړونکو بسانو د اتحاديې چارواکې وايې چې د کابل پر لوري هیڅ موټر تګ ندی پیل کړی خو په قره باغ ولسوالۍ کې بند پاته مسافر چي په نهو بسونو کې وه کابل ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده.

دغه راز افغاني سره میاشت هڅه کوي چې په سیمه کې بند پاتې مسافرو ته روغتیايي خدمات ورسوي.

د قره باغ ولسوالۍ د شېراباد د کلي اوسیدونکې ادعا کوي چې په سیمه کې د دوو قبیلو ترمنځ، د اوبو په سر د شخړې وروسته د یوې قبیلې مربوطو کسانو چې یو شمېر غړي يې په سیمه ییزو پوليسو کې هم دندې لري، پر یوه کور یرغل کړی دوه تنه يې وژلي، دوه تنه يې ژوبل کړي او دوه تنه نور يې له ځان سره ژوندلي بېولي دي.

په تیرو پنځه ورځو کې په سلګونو مسافر په کابل، کندهار او هرات ولایتونو کې د لارې خلاصولو ته شیبې شماري.

مسافروړونکي ترانسپورتي شرکتونو خاوندان وايي، د لارې د خلاصیدو وروسته به د مسافرو لیږد پیل کړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG