د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل لوگر په لویه لاره ناامني زیاته شوې


.
.

د سوېل ختيځو ولايتونو پکتيا، پکتيکا او خوست اوسېدونکي د لوګر له لارې کابل ته تګ راتګ لري. له دې کبله چې د لوګر په ځينو برخو کې طالبان زيات فعال دي، دغه لويه لاره کله ناکله د ناامنۍ شاهده ده.

د دې ولايتونو اوسېدونکي شکايت لري، چې په دې وروستيو څو اوونيو کې د کابل - لوګر لاره ناامنه شوې ده. طالبان د محمداغې ولسوالۍ د واغجان او پُل کندهاري په سيمو کې دغې لارې ته راوځي.

پر دې لارې تېرېدونکي مسافرو له حکومت نه غوښتنه کوي چې د امنيت د ټينګښت په خاطر دې جدي ګامونه واخلي.

ددې لارې دوه تنه مسافر په همدې هکله داسې وايي: ”وسله والې ډلې دولتي کسان يا تجاران له ځان سره بيايي، په يو او بل نوم یې ځوروي، پيسې ترې اخلي او حتی وژني يې‟.

د راپورونو له مخې وسله وال طالبان د ورځې په مختلفو وختونو کې دې لارې ته راوځي، له موټرو تلاشي اخلي او تر ډېره د حکومتي کسانو په لټه کې وي. دوی يو شمېر کسان له موټرو کوز کړي هم دي.

د کابل - لوګر ترمنځ د دې لارې په اوږدو کې ګڼ شمېر امنيتي پوستې هم شته خو د لوګر د ولايتي شورا غړی قريب الله سادات پر امنيتي منسوبينو نيوکه کوي چې خپل منځ کې لازمه همغږي نه لري.

د لوګر امنيه قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزی وايي، چې د کابل - لوګر د لارې امنيت خوندي کولو لپاره په محمد آغې ولسوالۍ او شاوخوا نورو سيمو کې د طالبانو د ځپلو نظامي عمليات پيل شوي دي.

هغه وويل:”زموږ ۲۴ ساعته ګزمې پر دې لارې توظيف شوي دي. دښمن يواځې د يو ساعت او يا څو دقيقو لپاره لارې ته راوځي، له سپرليو تلاشي اخلي او بيا تښتي‟.

شاوخوا اووه مياشتې مخکې په همدغه سيمه کې چې اوس طالبان په کې له سپرليو تلاشي اخلي، د يوه کمين په ترڅ کې يې د لوګر د والي مرستيال او د والي وياند هم ويشتلي او وژلي وو.

XS
SM
MD
LG