د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د قاچاق کوونکو شمیر په زیاتېدو دی


کابل کې د قاچاق کوونکو شمیر په زیاتېدو دی
کابل کې د قاچاق کوونکو شمیر په زیاتېدو دی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت وايي د کابل په ښار کې د قاچاقبرو د شبکو شمېر مخ په زیاتېدو دی او تر دې دمه یې په زرګونو د مخدره موادو قاچاقبر د ښځو په شمول نېولي او په پام کې لري چې دا شبکې له منځه یوسي.

د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي خبریالانو ته وویل دا چې په کابل کې د معتادینو شمېر خورا زیات دی نو د قاچاقبرو شبکې هم شته چې دوی ته مخدره مواد رسوي.

که څه هم په سویل، د شمال په پولو او نورو سرحدي سیمو کې د قاچاقبرو سره مبارزه کیږي ولې اوس د کورنیو چارو وزارت مرستیال وايي چې د کابل په ښار کې یې داسې سیمې په نښه کړي چې د نشه يي موادو د قاچاقبرو پکې کار او بار روان دی.

باز محمد احمدي: "د کابل په ښار کې مو یو سلو شپږ پنځوس قاچاقبر نېولي دي، دوی تر ډېره په پرچون ډول کار او بار کوي او قضېې مو څارنوالۍ ته محولې کړي دي، ددې کال له پیله د حمل له اوله د سنبلې تر اووه ویشتمې نېټې پورې يو زرو درې سوه اویا تنه معتادین د مخدره موادو سره د مبارزې د پولیسو له خوا را جمعه شوي او په جنګلک کې د نجات سنټر د تداوۍ مرکز ته وړل شوي او کورونو ته ستانه شوي دي".

له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال دا ډول وویل چې په تېره یوه میاشت کې یې پنځه اویا عملیات کړي او څوارلس د هېروینو لابراتوارونه یې له منځه وړي دي.

باز محمد احمدي وویل چې پدې یوه میاشت کې دوه زره کیلو ګرامه اپين، پنځلس سوه کېلو ګرامه هېروین، درې نیم زره کېلو ګرامه چرس، څلور ویشت زره کېلوګرامه مورفین، او پنځلس زره کېلوګرامه مختلف النوعه مخدرات نېولي دي چې دوه دېرش زره کېلو ګرامه مختلف النوعه نشه يي مواد یې سوځولي هم دي.

ښاغلی باز محمد احمدي وايي د مخدره موادو د درې میلیونو کاروباریانو ته د ۲۸۰۰ پولیسو شمېر کافي ندی او که پاملرنه ونه شي نو ښايي بېرته په افغانستان کې د مخدره موادو پخواني کلونو کرکېله تکرار شي.

XS
SM
MD
LG