د لاس رسي وړ اتصالات

کابل د فساد ضد نوې اداره اعلان کړه


کابل د فساد ضد نوې اداره اعلان کړه
کابل د فساد ضد نوې اداره اعلان کړه

له اداري فساد سره د مبارزې د ادارو په سر چې ددغو ادارو د فعالیتونو څارنه به کوي، یوه نوې کمېټه تاسیس شوه او نن په کابل کې رسما پرانستل شوه.

دا کمېټه چې د جمهور رئیس کرزي د فرمان او دکابل کنفرانس د سپارښتنو په اساس جوړه شوې، عمده اهداف یې دادي چې یوه لورته د هغو ادارو څارنه وکړي چې له اداري فساد سره مبارزه کوي او بل لورته د چارواکو د کارونو د فعالیتونو پر څرنګوالي جمهور رئیس ته راپور ورکړي.

دا کمېټه چې د اداري فساد پر ضد د نظارت او ارزونې مشترکه کمېټه یې بولي د افغانستان په شمول د درېیو هیوادونو استازي پکې دي چې درې یې د افغانستان او دوه یې د نورو بهرنیو هیوادونو پورې تړاوو لري.

ددې کمېټې مشرۍ ته له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتيژۍ د څارنې د عالي ادارې پخوانی مشر محمد یاسین عثماني ګمارل شوی دی، هغه ددې کمېټې د پرانستې مراسمو ته وویل چې خلک د اداري فساد ورکولو په اړه جدي او عملي ګامونه غواړي او د دا ډول کمېټو له تاسیسولو ستومانه شوي دي.

محمد یاسین عثماني، د اداري فساد پر ضد د نظارت او ارزونې د کمېټې مشر: ‪"‬په ډاګه یې باید ووایو چې زمونږ خلک د کمېټو جوړولو او کمیسیون بازیو نه سخت په تنګ شوي دي، نو د ورته کمېټو د جوړېدو په اړه د اورېدو توان نه لري، او مناسبه همده چې اعتماد هم ونه کړي، ځکه چې لاسته راوړنې لږې وې.‪"‬

د ښاغلي عثماني دا خبرې تر ډېره د عامو افغانانو له خولې را وځي او عام خلک پدې نظر دي چې د تر خبرو، کمېټو جوړولو پر عملي لاس پورې کړي او د اداري فساد ستونزې ته د پای ټکی کیږدي.

XS
SM
MD
LG