د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې نوې سیاسي حل لارې وړاندې کړې


ولسي جرګې نوې سیاسي حل لارې وړاندې کړې
ولسي جرګې نوې سیاسي حل لارې وړاندې کړې

د افغانستان پارلمان پرون د رئیس د ټاکلو د معضلې او روانو ناندریو ته د پای د ټکي اېښودو لپاره د یوه سیاسي اواري او تفاهم د رامنځته کېدو په اصل هوکړه وکړه او هغه جرګه ګۍ یې بیا له سره وګمارله چې پدې معضلې يې له تېرې اوونۍ راهېسې کار کاوه.

د ولسي جرګې له دوه شپېته غړو جوړ کمیسیون د ولسي جرګې عمومي غونډې ته درې اواري وړاندې کړل. لومړی دا چې د ریاست د موضوع د حل لپاره دې سیاسي جوړجاړی وشي او د ولسي جرګې ریاست ته هغه پخواني نوماندي چې ټاکنې یې نه وې ګټلې بیا له سره ځانونه ونوموي.

دوهم دا چې دا موضوع د سترې محکمې او یا د اساسي قانون د څار کمیسیون ته وسپاري او درېیمه دا چې د داخلیي وظایفو په لایحو کې دې تغییر راوستل شي.

ددغو طرحو د اواري لپاره د ولسي جرګې حاضروو غړو رایې ورکړي او د اکثریت په خوښه لومړی طرحه ومنل شوه.

د ولسي جرګې غړو همدې کمیسیون ته دنده وسپارله چې د سیاسي تفاهم لپاره دې لارې چارې ولټوي او بیا دې په عمومي غونډه کې د پارلمان د نورو غړو د تائید لپاره وړاندې کړي.

د پارلمان ځېنو غړو اشنا تلویزیون ته وویل چې له دې سیاسي تفاهم یو هدف دا دی چې دوی به د پارلمان ریاست ته غوره کاندیدانو نوموي او د هغوی لپاره د ټاکنو زمېنې برابروي.

XS
SM
MD
LG