د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښاریانو د کابل په امنیت پولیسو سره خبرې وکړې


د کابل ښار د اوسیدونکو له استازو سره د پولیسو د سلا مشورو یوه څنډه
د کابل ښار د اوسیدونکو له استازو سره د پولیسو د سلا مشورو یوه څنډه

د کابل امنیه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر وايي که چیرې حبیب استالف اقرار کړای واي نو له اوسني نظام څخه به د هغه ملاتړ کوونکي او د هغه په څیر زیات شمیر حبیب نومي افشا شوي وو.

د کابل امنیه قوماندان چې نن په کابل کې د کابل ولایت د سپین ږیرو او مشرانو سره د پولیسو په مشورتي ناسته کې خبرې کولې وویل چې اوس مهال د کابل په ښار کې د جرمونو کچه تر پخوا لوړه شوې ده او دې ته ورته په لسګونه پیښې د کوڅه ډبو او بې بندو بارو کسانو لخوا ترسره کیږي چې تر شا یې زور واکان لاس لري.

د وسله والو غلاوو زیاتیدل، چاودنې، ځانمرګي بریدونه او په کابل ښار د راکتونو وریدل هغه موارد دي چې د نوي حکومت په رامنځ ته کیدو سره زیات شوي د کابل پولیس وايي چې دوی له خلکو سره تر مشورې وروسته ددغو مواردو پروړاندې جدي اقدامات ترسره کړي.

د کابل امنیه قوماندان جنرال ظاهر په وینا که څه هم دوی د اختطاف کوونکو د نیولو وسه لري ، خو اختطاف کوونکي د زور واکانو لخوا یې ملاتړ کیږي.

جنرال ظاهر وايي "له پولیسو څخه زیات خلک ملاتړ کوي چې له ټولو مننه کوو ، خو له ملاتړ څخه وروسته همکاري ډیره ضروري ده موږ باید سره لاسونه یو کړو او خپل وطن جوړ کړو".

پولیس وايي چې د سازمان شویو جرمونو کنترول او مخنیوی د دوی کار دی ، خو د کابل ښار د ناحیو له مشرانو او سپین ږیرو غواړي چې د کوڅه ډبو کسانو په نیولو کې ورسره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د کابل ښار د ناحیو ځیني مشران وايي چې په ځینو پیښو کې پولیسو په خپله پړ دي ځکه لکه څنګه چې لازمه ده هغسې له مجرمینو او زورواکانو سره چلند نه کوي.

د کابل د نهمې حوزې اوسیدونکی سردار چې په نننۍ غونډه کې یې ګډون کړی وو امریکا غږ چې دوی له پولیسو سره هر ډول مرستې ته چمتو دي، خو ټینګار کوي چې باید پولیسو هم د خلکو سره مناسب چلند ترڅنګ پخپله د پولیسو پر اخلاقو عمل وکړي.

سردار وايي "خلک سره باید اتفاق وکړي او پولیسو سره همکاري وکړي تر څو په ټولنه کې ټولې خراب کارۍ له منځه لاړې شي او پولیسو هم باید له خلکو سره سم چلند وکړي".

د کابل امنیه قومانداني وايي چې اوس مهال په ټول کابل کې پنځلس زره پولیسو د امنیت په کابو کولو لګیا دي او تمه لري چې د خلکو په همکارۍ د ښار وضعیت لا نور هم ښه کړي.

XS
SM
MD
LG