د لاس رسي وړ اتصالات

د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار نوې امنیتي طرح جوړه کړې


کورنیو چارو وزارت د کابل ښار نوې امنیتي طرح ، چې له مخې به یې د دغه ښار څلور دروازې، د سکن په ماشینونو مجهزې او پولیس به هغه وسایط، چې په کې چاودیدونکي مواد لیږدول کیږي، کشف او ضبط کړي، نن اعلان کړله.

د کابل د امنیې قوماندان سالم احساس د دغې طرح په اړه خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، چې دا طرح به له دریو څخه نیولې تر شپږو میاشتو پورې عملي شي.

د ښاغلي احساس پر وینا په دې طرح کې د ډيپلوماټیکو سیمو د امنیت خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

"ډيپلوماټیکې سیمې لومړیتوب کې دي، دا سیمې تثبیت شوي دي او ۲۶ چیک‌پواینټه د دغو سیمو په شاوخوا کې جوړ شوي او زموږ پولیس توظیف شوي او د وسایطو د دننه کیدو د مخنیوي لپاره هم په ۲۷ سیمو کې خنډونه لګول شوي دي، هغه لارۍ او لوی وسایط چې ډيپلوماټیکو سیمو ته راځي، له یو مسیر څخه به راځي او له کنترول او تلاشۍ څخه وروسته به سیمې ته دننه کیږي".

د کابل د پولیسو قوماندان دغه راز وویل، چې ټاکل شوې د پولیسو یو ۵۰۰ کسیز کنډک هم جوړ شي، چې په کابل کې ښار کې د لاریونونو پر مهال حالت کنټرول او امنیت خوندي وساتي.

دغه امنیتي طرح اوس مهال یواځې د کابل ښار لپاره په پام کې نیول شوې، خو امنیتي چارواکي وايي، چې په راتلونکې کې به په ولسوالیو او د کابل ګاونډیو ولایتونو کې هم تطبیق شي.

د دغې طرحې پر بنسټ د کابل ښار مرکزي برخې ته غځیدلي ټول سړکونه د لویو موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوي او یوځېواړه موټر د ښار مرکزي برخو ته تګ راتګ کولی شي.

د کابل ښار اوسیدونکي د حکومت له دې اقدام څخه خوښ نه دي.

۳۷ کلن صفي الله وايي امنیتي چارواکي باید زیات تمرکز د کابل ښار پر لویو دروازو وکړي.

"د کابل څلور دروازو کې باید امنیتي ارګانونه ایمانداره خلک خلک چې چا پورې تړلي نه وي او سمه تلاشي وشي کولی، په دندو وګماري، دا چې دوی پایې لګولي د دې پر ځای چې امنیت روالي، د ښار اوسیدونکو ته یې عذاب جوړ کړی، لارې بندیدل، رش جوړیدل دا خو ټول عذاب دی د خلکو لپاره".

د کابل ښار اوسیدونکي ټینګار کوي، چې امنیتي ځواکونه باید د دغه ښار ټولو اوسیدونکو ته په یوه سترګه وګوري او د هغو کسانو موټرې هم پرته له توپیر وپلټي، چې تورې شیشې لري او له نمبر پلیټ پرته په ښار کې تګ راتګ کوي.

د پلازمینې کابل د امنیت نوې طرح وروسته له هغې په کابل ښار کې عملي کیږي، چې دغه ښار په تیرو څو میاشتو کې د لویو خونړیو بریدونو شاهد وو.

وروستی برید چې د امنیت له پلوه د کابل ښار په خوندي سیمه کې، د جرمني سفارت ته نږدې، د چاودیدونکو موادو ډک ټانکر په مټ ترسره او درنه مرګ‌ژوبله یې پر ځای پریښوده، د کابل ښار د اوسیدونکو او سیاسي ګوندونو له کلک غبرګون سره مخ شو.

XS
SM
MD
LG