د لاس رسي وړ اتصالات

کابل پولیسو د دوو تښتول شوو بهرنیو د ژغورلو هڅې پیل کړي


په ۲۰۰۴ کال کې په کابل کې د افغانستان امریکایي پوهنتون د جوړیدو راهیسې دا لومړۍ پیښه ده چې ددغه پوهنتون استادان ورسره مخ شوي.
په ۲۰۰۴ کال کې په کابل کې د افغانستان امریکایي پوهنتون د جوړیدو راهیسې دا لومړۍ پیښه ده چې ددغه پوهنتون استادان ورسره مخ شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل پولیسو د امریکايي پوهنتون د هغو دوو بهرنیو استادانو د موندلو لپاره پلټنې پیل کړي، چې تیره شپه د کابل ښار په لویدیځ کې د ناپيژندو وسله‌والو له خوا تښتول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل، د امریکايي پوهنتون دوه بهرني استادان تیره شپه شاوخوا اته بجې د کابل ښار د شپږمې حوزې په دارالامان سیمه کې د ناپیژندو وسله‌والو له خوا تښتول شوي دي.

ښاغلي دانش وویل، د کابل پولیسو د دغو بهرنیو استادانو د موندلو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

د ښاغلي دانش پر وینا دا استادان چې یو یې امریکایی او بل یې استرالیایی دی، تیره شپه هغه مهال په دارالامان سیمه کې د پوهنتون له مخې د ناپیژندو وسله‌والو له خوا وتښتول شول، چې د میلمستون په لور روان وو.

لا تر اوسه کومې ډلې د دغو دوو بهرنیانو د تښتولو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د امریکا او استرالیا حکومتونو ویلي چې د دغې مسلې په هکله په پلټنو بوخت دي.

دا په تیرو دوو میاشتو کې په کابل کې د بهرنیو اتباعو د تښتونې دویمه پېښه ده.

شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې، د جودیت دیسوزا په نوم د آغاخان مؤسسې یوه هندۍ کارکونکې د کابل ښار په تایمني سیمه کې د سړي تښتونې د یوې ډلې له خوا وتښتول شوې وه چې بیا وروسته د اسد میاشتې په دویمه نېټه د کابل د پولیسو له خوا وژغورل شوه.

XS
SM
MD
LG