د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني طالبانو ته بې له شرطه د سولې وړاندیز وکړ


کابل د پروسې کنفرانس برخه وال به د چهارشنبې د ورځې په اوږدو کې د سولې په ټینګیدو او ترورزیم سره د مبارزې په لارو چارو خبرې وکړي
کابل د پروسې کنفرانس برخه وال به د چهارشنبې د ورځې په اوږدو کې د سولې په ټینګیدو او ترورزیم سره د مبارزې په لارو چارو خبرې وکړي

ولسمشر غني د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې له طالبانو سره د روغې جوړې لپاره د یوه سیاسي چوکاټ د جوړېدو وړاندیز وکړ او وې ویل چې د طالبان دې د اوربند د اعلان ترڅنګ په یوه سیاسي ګوند بدل شي.

د کابل پروسې دوهم کنفرانس چې نن د ارګ په ماڼۍ کې د ولسمشر غني او د اندونیزیا د مرستیال ولسمشر په ویناو د پنځه ویشتو هیوادونو د استازو په ګډون سره پيل شو.

ولسمشر غني دې کنفرانس ته په وینا کې طالبانو ته د سولې ګڼ وړاندیزونه وکړل.

ولسمشر طالبانو ته وویل چې بې له کوم قید او شرطه ورسره خبرو ته چمتو دی او باعزته سولې دې ورسره وکړي.

ښاغلي غني د سولې او پخلاینې په منظور اوه وړاندیزه وکړل او وویل" زمونږ وړاندیزونه د سولې لپاره دا دي، د سولې سیاسي چوکاټ دې رامنځته شي، اوربند دې اعلان شي، طالبان دې سیاسي ګوند رسمي کړي.باور دې رامنځته شي او ازاد او عادلانه انتخابات دې وشي. حقوقي چوکاټ دې وضعه او که په اساسي قانون کې د تعدیلاتو غوښتنه کیږي نو د اساسي قانون په اساس دې تعدیلات راوستل شي".

همدارنګه هغه طالبانو سره د سولې او پخلاینې په منظور اوه وړاندیزه وکړل چې په هغه کې اوربند، د یو سیاسي ګوند په توګه د هغو پيژندل، د باور جوړونې انتقالي ترتیباب او سراسري ټاکنې، د اساسي قانون بیا کتنه، عدالت او د شکایتونو اورېدل، د قوانینو تطبیق، د بندیانو خوشي کول او د تحریمونو له تور لیسته یې ویستل، د هېواد د اتباعو د امنیت ټینګښت، پراختیا، له اقتصادي او ټولنیزې پرمختیا څخه ملاتړ او د بین‌المللي ټولنې مشارکت په کې شامل وو

ولسمشر غني دا هم وویل چې د طالبانو بندیان به خوشې کوي او د بندیزونو له لست نه به یې باسي.

ولسمشر طالبانو ته وویل" د سولې د مذاکرات لپاره غوره ځای کابل دی. که دا نه وي د ملګرو ملتونو دفتر او یا بل هر ملک چې وي".

ولسمشر دا هم وویل چې د هغو طالبانو لپاره چې پخلا کېدونکي دي امنیتي تدابیر به ورته نیسي. خو طالبان دې بهرنیو ترهګرو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي. د افغانستان حکومت دې په رسمیت وپيژندل شي، د قانون حاکمیت ته دې درناوی وشي او اصلاحاتو ته دې لاره اواره شي.

ولسمشر دا هم وویل چې د سولې د مذاکراتو لپاره د افغان حکومت دا وړاندیزونه دې د زارۍ او کمزوري نه ګڼي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې له پاکستان سره دولت په دولت خبرو ته هم تیاری وښود.

د کابل پروسې پدې دوهم کنفرانس کې ولسمشر غني پداسې حال کې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره وړاندیزونه وکړل چې اندونیزیا مرستیال ولسمشر هم حاظر وو.

د اندونیزیا مرستیال ولسمشر وویل" مونږ په خپل هیواد کې ۷۰۰ ډلې لرو، په ۳۰۰ ژبو خبرې کوو. خو بیا مو هم خپل منازعات حل کړل. مونږ خپلې تجربې له افغانستان سره شریکوو. اندونیزیا د افغانستان سولې پروسې سره مرسته کوي زه دلته راغلی یم، چې دا تعهد بیا تازه کړم".

په پام کې ده، چې د دغه کنفرانس برخه وال به په دوه غونډو کې چې لومړۍ به یې له غرمې وړاندې د سولې په تړاو د سولې د عالي شورا د رئیس محمد کریم خلیلي په مشرۍ او دوییمه غونډه به د غرمې وروسته د تروریزم سره د مبارزې د لاروچارو د لټولو په موخه د افغانستان د ملي امنیت د شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ جوړه شي، په دغو دوو مسلو خبرې او بحثونه وکړي.

د کابل پروسې دا یو ورځنی کنفرانس به نن د اجرائيه رئیس په ویناء پای ته ورسیږي.

د دغه کنفرانس په پای کې به یوه اعلامیه هم خپره شي.

افغان حکومت د دغه کنفرانس د جوړیدو له امله د چهارشنبې ورځ په کابل کې رخصتي اعلان کړې ده.

د دې کنفرانس لپاره په ټول ښار کې امنیتي تدابیر نیول شوي او ارګ او د ارګ شاوخوا سیمو ته غځیدلې لارې هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوي دي.

افغان حکومت د روان کال د جوزا په ۱۶ مه د ۲۷ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د کابل پروسیې لومړی کنفرانس جوړ کړی وو.

XS
SM
MD
LG