د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې اعتراض‌کوونکو د ښار له اکثرو سیمو څخه خیمې لرې کړې


د اعتراض‌کوونکو له خوا د کابل ښار په مختلفو سیمو کې د خیمو لگول، د دغه ښار اوسیدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو
د اعتراض‌کوونکو له خوا د کابل ښار په مختلفو سیمو کې د خیمو لگول، د دغه ښار اوسیدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو

په کابل ښار کې له شاوخواو دوه اونیو وروسته د حکومت ضد اعتراض‌ کوونکو د دغه ښار له اکثرو سیمو څخه خپلې خیمې لرې کړي، خو ټینګار کوي چې دا خیمې یې په موقت ډول د خلکو د سهولت لپاره ټولې کړې دي.

اعتراض‌کوونکي وايي، یواځې د زنبق په څلور لارې کې یې خپله مرکزي خیمه پر ځای پریښې او نورې ټولې خیمې یې د ښار له مختلفو برخو څخه ټولې کړې دي.

د اعتراض‌کوونکو یو مشر برنا صالحي د سې‌شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې دا اقدام یې د خلکو په غوښتنه او د کابلیانو د سهولت لپاره کړی، خو ټینګار یې وکړ، چې دوی به د خپلو غوښتنو تر منلو اعتراض ته دوام ورکړي.

هغه وویل "دا د دې په معنی نه ده چې له حکومت سره زموږ لانجه پای ته رسیدلې ده، دا به په ټول قوت سره دوام ومومي، د اعتراض‌کوونکو لخوا به نورې مدني لارې غوره شي، که حکومت نرم نشي او د اعتراض‌کوونکو غوښتنو ته د قناعت وړ ځواب ورنکړي، موږ به د ارګ او د امریکا د سفارت مخې ته خپلې خیمې ولګوو."

برنا صالحي زیاته کړه، چې د اعتراض‌کوونکو استازو د ولسي جرګې له ۳۴ کسیزه پلاوي سره خبرې کړي او د هغوی له لارې یې حکومت ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې دي.

دغو اعتراض‌کوونکو چې د کابل ښار په زنبق څلور لارې کې د خونړي موټر بم برید د غندنې او په اړه یې د جدي پلټنې په پلمه د اعتراض په توګه د دغه ښار په مختلفو سیمو کې خیمې لګولې وې، د ولسمشر او اجرائيه رئيس د استعفا سربیره د امنیتي ارګانونو د مسولینو د ګوښه کولو او د جمعې په ورځ د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ د نښتې په اړه، چې د یو شمیر لاریون‌کوونکو د مرګ‌ژوبلې لامل شو، د هراړخیزې څیړنې غوښتنه کوي.

د کابل د اعتراض کوونکو یوه غوښتنه له دندې څخه د کابل د ګارنیزیون او امنیې قومندان لرې کول وو، چې د افغانستان لویې څارنوالۍ د یکشنبې په ورځ د کابل د ګارنیزون د قومندان ګل نبي احمدزي او امنیې قومندان حسن شاه فروغ دندې وځنډولې.

XS
SM
MD
LG