د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل - سروبي د دویم سړک د جوړولو کار پیل شو


Kabul Surobi new road
Kabul Surobi new road

د کابل له ښاره تر سروبي ولسوالۍ پورې د دویم سړک د جوړولو کار نن د پنجشنبې په ورځ د لته بند له سیمې څخه پيل شو، چې تر یو نیم کاله پورې به یې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د فواید عامې وزارت چارواکي د سیمې له اوسیدونکو څخه غواړي چې د دغې پروژې د امنیت په ټینګولو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

د سړک د جوړولو یو انجینر د کار په وخت
د سړک د جوړولو یو انجینر د کار په وخت

د فواید عامې سرپرست وزیر نورګل منګل وویل "د منطقې د سپین ږیرو او د منطقې د خلکو نه دا زما یوه توقع ده او تقاضا مې ده چې دوی په دې سړک کې له موږ سره همکار واوسي، په دې معنا چې د سړک خصوصاُ د امنیت په ساحه کې له موږ سره همکاري وکړي، که امنیت موجود نه وي نو قراردادي به ونشي کولی هغه کارونه په وخت او زمان سره مخ ته بوزي او مشکل به ایجاد شي".

دغه سړک، چې د جوړولو چارې به یې تر اتلسو میاشتو بشپړې شي د دولت لخوا د ۱۷ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت جوړیږي، چې ۵۲ کیلومتره اوږدوالی لري.

د فواید عامې سرپرست وزیر وايي، د دغه سړک د جوړلو له چارو څخه، چې د یو خصوصي شرکت لخوا ترسر کیږي، جدي نظارت کوي.

ښاغلی منګل وايي، د کابل سروبي د دویم سړک په جوړیدو سره به له یوې خوا شته ترافیکي ستونزې لرې شي او له بلې خوا به د دغه سړک په مسیر کې د پرتو کلیو اوسیدونکو پر ژوند هم مثبتې اغیزې وکړي.

دا سړک د لته بند له لارې تیریږي او په سروبي کې د جلال آباد د لویی لارې سره یوځای کیږي
دا سړک د لته بند له لارې تیریږي او په سروبي کې د جلال آباد د لویی لارې سره یوځای کیږي

اوسمهال د افغانستان ختیځ ته تلونکي مسافر د ماهیپر له لارې سفر کوي چې اکثره وخت د ترافیکي ګڼې ګوڼې له امله دغه لار د ساعتونو لپاره بندیږي او مسافر له ستونزو سره مخ کیږي.

د ماهیپر د لارې یو شمیر مسافر له دولت څخه غواړي، چې د خلکو د ستونزو د لرې کولو لپاره، له کابل څخه ننګرهار ته دویم سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.

یو مسافر د امریکا غږ خبریال ته وویل،"ډاکټرانو راته وویل چې ستاسو دلته علاج نشي کیداي، پاکستان ته مریض یوسئ، اوس پاکستان ته روان یو دا لار بنده ده موږ ته غټ مشکل او تکلیف دی ".

فواید عامې سرپرست وزیر وايي، چې د کابل جلال آباد د دویمې لویې لارې د جوړولو چارې هم له جلال آباد څخه پیل شوي دي او څه باندې ۵۰ کیلومتره سړک یې جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG