د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرګو بریدونو په کابل او لوګر کې ۱۴ ملګیان وژلي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

افغان امنیتي چارواکي وايي په کابل او لوګر کې دوه جلا ځانمرګو بریدونو لږ ترلږه ۱۴ ملکي وګړي وژلي او ۵۳ نور یې ټپیان کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي لومړی برید د پنجشنبې سهار ( سنبلې ۱۴-سپتمبر۶) په نهمه حوزه کې د عبدالحق څلور لارې ته نژدې وشو چې ۱۰ملکيان یې ووژل او ۴۲ نور یې ټپیان کړل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي خبریالانو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي چې په دغه برید کې خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي. طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي د برید هدف بهرنیو ځواکونو د موټرو یو کاروان و. د دغه برید شاوخوا درې ساعته وروسته یو بل ځانمرګي په لوګر کې د چاودیدونکو توکو ډک موټر د ملي اردو د یو مرکز مخې ته والوځوه.

په دغه برید کې د چارواکو په وینا څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱نور ټپیان شوي دي. د لوګر امنيه قوماندان سمونوال رحم خدا مخلص امريکاغږ ته وويل چې برید له غرمې وروسته په ۱:۱۵ بجو د مرکز پل علم د پادخواب شانه په سيمه کې شوی.

هغه په دغه برید کې د افغان امنیتي ځواکونو د منسوبینو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې په دې اړه به وروسته له رسنيو سره معلومات شريک کړي.

په سيمه کې ځينو عيني شاهدانو ويلي چې بريد د يوه سراچه موټر په وسيله شوی او له کبله يې د ګردېز- لوګر لويه لاره هم د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.

وسله والو طالبانو د دغه ځانمرګي بريد مسؤليت ادعا هم کړې ده او وايي چې افغان او بهرني سرتېري یې وژلي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG