د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې په نړیوال معیار زده کړه


Belarusian women in traditional clothing take part in a Slavic 'Spring welcome' festival in the village of Viazynka, about 40 kilometers of Minsk.
Belarusian women in traditional clothing take part in a Slavic 'Spring welcome' festival in the village of Viazynka, about 40 kilometers of Minsk.

نیما د افغانستان د اداري او مدیریت د ملي ادارې نوم دی چې نن یې ۱۰۵۰ تنه فارغین ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړل.

د دوی د فراغت جشن په ښکلو ترانو پیل شو چې د موسیقی د انستتیوت تنکیو ځوانانو غږولې.

دغو محصلانو چې په کمپیوټر، ادارې او منجمینت، او محاسبې کې یې زده کړې کړي نن یې خپل د فراغت تصدیق لیکونه د حامد کرزي له لاسه واخیستل.

د نیما ملي انستتیوت په کال ۱۳۸۷ کې پرانستل شو او په لومړي ۳ کلنه دوره کې ۱۴۱۰ تنه محصلین ورڅخه فارغ شول.

ولسمشر کرزي د ادارې او مدیریت زده کړه د د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې ډیره مهم کار وباله او فارغو شویو محصلانو ته یې په دولتي ادارو کې د کار د فرصتونو د برابرولو ژمنه وکړه .

ښاغلي کرزي په وروستیو کلونو کې د معارف د لاس ته راوړنو او بریاوو ستاینه وکړه او هغه عناصر یې وغندل چې دده په خبره د معارف دښمنان دي.

"د افغانستان د معارف هغه دښمنان که بهر دي که دننه چې د افغانستان د معارف او مکاتبو د بندولو او نورو بدو اقداماتو له لارې غواړي دا هیواد پس پاته او خوار او خوږ وساتي پوه دې شي چې ددې ټولو کوښښونو سره افغانستان مخ په وړاندی روان دی دا بې ځایه کوښښونه دي نتیجه نو ورکوي دا ځوانان نن د افغانستان د ترقی، کامیابی او د هیواد د ځوان قوت نمایندګي کوي"

حامد کرزي په همدې غونډه کې یو ځل بیا پر طالبانو او هغو کسانو چې د هغه په وینا یې د خپلو وطنوالو پر خلاف وسله اوچته کړې د سولې ږغ وکړ.

"په طالبانو او نورو هغو کسانو چې د خپل هیواد پر خلاف یې وسله اخیستې ږغ کوم چې دا خاوره ستاسو ده پردۍ نده. ددې خاورې بچی یې، خرابه وه یې مه جوړه یې کړه. مکتب یې مه وربندوه، دا ظلم دی ددې خاورې د بچي سره د بشر سره او مخصوصا د افغانانو د بچیانو سره ظلم دی. دوی دې ددې خاورې د ترقۍ مخنیوی نکوي تاریخ ته دې نیک نوم پریږدي نه بد نوم، اخرت ته دې ښه ځای پیدا کړي نه بد ځای"

د نیما د انستتیوت په فارغینو کې ۲۱ په سلو کې نجونې دي.

ولسمشر د موسقی د انستتیوت ماشومان هم ونازول او له هغوی نه یی وغوښتل چې د اشیانه په نوم ترانه چې د هیواد د بی وسو مهاجرو قصې بیانوی ورته وغږوي.

خو هغه څه چې ددغی خوشحالی خوند یې لږ څه تریخ کړی وو هغه د ځینو زده کونکو شکایتونه او ګیلی وې.

شیر شاه احمد زی چې د پکتیا ولایت نه یې په دې انستتیوت کې درس ویلو وایي په ځینو مواردو کې د لاسلیک شوي تړون پر خلاف عمل شوی دی.

"نړیوال بانک قرارداد کړی وو چې محصلان دې بورسونو ته واستوی او یا دې تحصیلي ښه شرایط وربرابر کړي د قرارداد په اساس باید موږ ته امریکایي او فنلندی استادانو درس راکړی وای حال دا چې موږ ته پاکستاني استادانو درس را کولو"

صمیم الله صارم ګیله من دی چې د لوړو نمرو په اخیستو سره بیا هم ندی توانیدلی چې د ولسمشر د لاسه د بري لیک د اخیستو ویاړ تر لاسه کړی. هغه د انستیتوت اداره په درغلۍ او فساد تورنوي.

"دیره بی عدالتی ده هر څه د روابطو پر اساس دي نه د ضوابطو او قانون پر اساس"

د نیما اداره چې د نړیوال بانک له خوا تمویلیږي د امریکې، روسیې، ناروې، کانادا او ډیرو نورو هیوادونو له خوا هم د درسي توکو، استادانو د برابرولو مرسته ورسره کیږی

دا اداره د فنلند د جویسکالا د پوهنتون سره تړلې ده او زده کونکو ته ورکړ شوي اسناد نړیوال اعتبار لري.

XS
SM
MD
LG